د واشنګټن افغان سفارت کې "فزيکي شخړه" شوې

افغان سفارات
Image caption په واشنګټن کې د افغان سفارت ډيپلوماتانو ترمنځ وهنه ډبونه، د افغانستان دننه تېرو څو ورځو رسنيو تودې خبرې جوړولې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت منلې چې په واشنګټن کې يې د سفارت ځينو کارکوونکيو ترمنځ وهل ډبول يا د دوی په خبره "فزيکی شخړه" شوې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي وويل په همدې تړاو او د لانجې لا نورې ارزونې په موخه يې په واشنګټن کې له خپل سفارت نه اوس یو دیپلومات کابل ته وربللی دی.

پر دغه ديپلومات تور دی، چې په واشنګټن کې یې په افغان سفارت کې له ډيپلوماتانو سره "فزيکی شخړه" کړې ده.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګنې دغه افغان ډیپلومات په امریکا کې افغان سفیر هم ډبولی وو، خو ښاغلي موسی زي دغه ډول ګونګوسي بې بنسټه وبلل او ويې ويل، په پېښه کې افغان سفیر هېڅ ښکېل نه و.

په تېرو څو ورځو کې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت ډيپلوماتانو ترمنځ وهنه ډبونه، د دغه هېواد دننه رسنيو تودې خبرې جوړولې.

ځینو رسنيو ویلي وو ګنې يوه افغان ډيپلومات چې د افغان دولت يوه جګپوړي چارواکي زوی دی، په واشنګټن کې پر افغان سفير اکليل احمد حکيمي او یوه بل ډيپلومات برید کړی او هغو ی يې د خپل کار په دفتر کې ډبولي دي.

د دغو راپورونو له مخې دغه دواړه افغان ډيپلوماتان بيا د خپلو ټپونو له امله په واشنګټن کې يوه روغتون ته لېږدول شوی وو.

ښاغلی حکيمي به په متحده ايالتونو سربېره له مکسيکو، کولمبيا، برازيل، او ارجنټاين سره هم د افغانستان ديپلوماتيکي اړيکي سمبالوي.

پر ځايي رسنیو سربېره دغه راپورونه پر وېبلاګونو او نوور بېلابېلو انټرنېټ پاڼو هم خپاره شوي دي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په پېښه کې د افغان سفير ښکېلېدا درواغ وبلله.

ښاغلي موسی زي په کابل کې خبریالانو ته وويل: "په واشنګټن کې افغان سفير اصلا په دې پېښه کې ښکېل نه و، دغه راپورونو به بشپړ ډول ناسم دي."

ده زیاته کړه: "کومه شخړه چې شوې، په واشنګټن کې د افغان سفير له خوا په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت چارواکيو سره په ګډه په مناسب وخت کې حل شوې ده.

هغه افغان ډيپلومات ته چې په دې پېښه کې زيان رسېدلی له درملنې وروسته بېرته خپل کار ته ستون شوی، او هغه افغان ډيپلومات چې د دغې پېښې رامنځته کولو مسول و، مرکز (کابل) ته رابلل شوی دی."

ښاغلي موسی زي د دغو ډیپلوماتانو د نومونو يادونه ونه کړه، او ويې ويل چې د نورو معلوماتو وړاندې کولو لپاره اړتيا ده چې د پېښې په اړه پلټنې بشپړې شي.

ورته مطالب