ولسي جرګې خپل دویم مرستیال وټاکۀ

ولسي جرګه د انځور حقوق
Image caption ددویم مرستیال په توګه د ښاغلي غفاري په ټاکلو سره، د مرستیال ټاکنې پر سر کابو شل ورځنی جنجال پایته ورسېد.

د افغانستان د ولسي جرګې تر څو ورځو بحث او لانجو وروسته په جرګه کې د هلمند ولایت استازی نعمت الله غفاري د ښکاره رایو د دویم مرستیال په توګه وټاکه.

په دې سره د ولسي جرګې کابو شل ورځنۍ لانجه پایته ورسېده.

د دویم مرستیال د ټاکلو په رایو کې ۱۲۶ وکیلان موجود و، چې یوازې څلورو یې د مخالفت رایې وکارولې.

د ولسي جرګې د دویم مرستیال څوکۍ ته نعمت الله غفاري او محمد عارف شا جهان ولاړ و.

په پای کې شاه جهان د رایو په دویم پړاو کې له خپلې کاندیداتورۍ تېر شو ، او ګڼو وکیلانو په ښکاره توګه د رایو اچولو غوښتنه وکړه.

په لومړي سر کې په پټه رایه اچونه کې یو شمېر وکیلانو صندوقونو ته سپينې رایې واچولې، چې په پایله کې هېڅ کوم کاندید هم بریالی نه شو.

د قانون پربنسټ، هغه کس بریالی کېدی شي، چې د حاضرو وکیلانو له ډلې له سلو پنځوس رایې وګټي.

ددویم مرستیال په توګه د ښاغلي غفاري په ټاکلو سره، د مرستیال ټاکنې پر سر کابو شل ورځنی جنجال پایته ورسېد.

نعمت الله غفاري په جرګه کې د هلمند ولایت استازی دی، چې په تېره دوره کې یې ولسي جرګې ته لاره پیدا کړې ده.

ورته مطالب