د غزني د تاريخي كلا يوبل برج هم ونړېد

غزنی د انځور حقوق BBCPashto.com

د غزني په تاريخي بالاحصار د راتاو شوي تاريخي كلا چې په تاريخي ليكنو ورته د قلعت غزنين نوم وركول شوىاو د جوړېدو نېټه افغانستان ته د اسلام تر راتګ وړاندې ښودل كېږي يوبل برج هم ونړېده.

د ځايي خلكو په وينا، ددغه برج تهداب ته د اوبو نم رسېدلى وو او د شنبې ورځې ماښام د پنځو بجو په مهال را ونړېده.

هغوی وايي ياد شوى برج د زمان سقاو په نوم يادېده او يوله هغو شپږ ديرشو برجونو څخه دی چې د چارواكو د نه پاملرنې او طبيعي پېښو له امله ورته زيان رسېدلى و.

د ولايتي شورا غړي عبيدالله شير اغا وايي چارواكي د تاريخي اثارو ساتنې ته چندان پام نه كوي، او كه يې كوي هم هسې تر سر اړوي.

عبيدالله وايي څه موده وړاندې ددغې تاريخي كلا دديوالونو د بنسټ د ټينګولو او جوړولو په مقصد يو لړ كارونه پيل شوي و، چې هغه هم په مناسب وخت كې نه وو، نوځكه يې له زيان ليدو سره اوس د نړېدو شاهدان يو.

د غزني تاريخي كلا شپږديرش برجونه لري چې په ټولو كې هغه لوى يې چې د بالابين په نوم ياده تېركال د ورته برخليك له امله ونړېد.

د غزني ډېرى قلموال وايي كه د تاريخي ځايونو ساتنې ته پام زيات نه شي دا وېره شته چې تر دوه زره ديارلسم كال پوري به ځينې تاريخي ځايونه له ورته پرخليك سره مخ شي.

دا په داسې حال كې ده چې څه موده واړندې ددغې تاريخي كلا د مرمت چارې د جرمني د اخن پوهنتون په مرسته دافغاني كارپوهانو له لوري پيل شوي وي . چې په اوس مهال كې په موقت ډول د سړي هواله امله د مرمت دا كارونه ځنډول شوي دي.

ورته مطالب