ایوبي: بخښل شوي ځانمرګي ماشومان بیا ونیول شول

کندهار د انځور حقوق
Image caption ښاغلي ایوبي دا و نه ویل چې ایا دغو کسانو بیا هم ځانمرګو بریدونو ته تابیا نیولې وه که څنګه؟

د کندهار چارواکي وايي د ۲۰ خوشي شویو ځانمرګو بریدګرو له ډلې نه یې دوه په داسې حال کې دغلته نیول شوي چې په خبره یې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي.

د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، دغه ماشومان د ولسمشر له لورې له بخښنې وروسته بیا له طالبانو سره یو ځای شوي او کندهار ته د ورانکاریو لپاره استول شوي دي.

دغه ماشومان په کندهار کې د ملي امنیت کار کوونکو نیولي.

په تېر کال چې ولسمشر حامد کرزي دغه ماشومان وبخښل دوو یې ټینګار درلود چې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې یې د مبارزې غوره لار ټاکلې ده، او په ټینګار سره یې وویل چې دوی به بیا له طالبانو سره یو ځای کیږي او خپلو ورانکارو فعالیتونو ته به دوام ورکوي.

دا لا روښانه نه ده چې دغه دوه نیول شوي ماشومان هماغه دوه بخښل شوي قسم خوړلي دي که څنګه؟

ولسمشر کرزي تېر رمضان په یوه ورځ شل هغه ماشومان و بخښل او ازاد کړل چې د هېواد په بېلابېلو سیمو نه د ځانمرګو بریدونو له ترسره کولو وړاندې افغان امنیتي چارواکو نیولي و.

دغو ماشومانو ویل چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې یې ترهګریزې روزنې ترلاسه کړي او افغانستان ته د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره استول شوي و.

افغان حکومت پاکستان په وار وار تورن کړی چې په خاوره کې یې اورپکې روزل کیږي او افغانستان ته د ورانکاریو لپاره استول کیږي، خو اسلام اباد تل دا تورونه رد کړي دي.

ورته مطالب