د ننګرهار قالین اوبدونکي صنعتي پارک غواړي

په ننګرهار کې د قالين اوبدلو د ټولنې مسؤولينو له چارواکو ددوې د صنعت لپاره د صنعتي پارک د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

دوی وايي د مارکيټ په برخه کې ستونزې نه لري، خو د صنعتي پارک نشتوالى يې اهمه ستونزه ده.

د افغانستان په ختيځ کې چې په دې وروستيو کلونو کې د قالين اوبدلو صنعت پیل شوى دى، هره مياشت له درو تر څلورو زرو مترو پورې قالينې اوبدل کېږي او بهرنيو هېوادونه ته صادرېږي.

دا رپوټ له ننګرهاره ببرک میاخېل راستولی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .