ولسي جرګې د مالیې او کورنیو چارو وزیران استیضاح ته ورغوښتي

زاخېلوال او محمدي د انځور حقوق
Image caption د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ماليې وزیر د ۱۳۸۹ کال د بودیجې په اړه د نا قانونه اجراتو او د کورنیو چارو وزير يي د اربکي سرتېرو د جوړونې په اړه تورن کړي دي.

د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه کړې، چې په راتلونکې اونۍ کې د ماليې او کورنیو چارو وزیران استیضاحیې غونډې ته وروغواړي.

د ولسي جرګې غړو د افغان حکومت ۱۵ نورو هغو وزیرانو ته، چې پرمختیايي بودیجه يي نه ده لګولې، د استجوابیه غونډې د ور بللو رایې تایید کړې.

ټاکل شوې، راتلونکې اونۍ د افغانستان ولسي جرګه د هېواد د ماليې وزیر حضرت عمرزاخېلوال او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي استیضاح کړي.

د ولسي جرګې د دویم منشي محمدفرهاد عظيمي په وینا ښاغلی زاخېلوال د دریو عمده لاملونو له کبله د جرګې د یوشمېر غړو لخوا استیضاح کیږي.

د ښاغلي عظيمي په وینا د ماليې وزیر په دې تورن دی، چې د دولت د بودیجې ځینې برخې يي د اساسي قانون پرخلاف لګولي دي.

ښاغلي عظيمي وویل، چې د افغانستان د کورنيو چارو وزیر هم د یوشمېر ولسي استازو لخوا په دې تورن دی، چې په کاپیسا کې بهرنیو ځواکونو ته د پولیسو د ناسمو معلوماتو له امله د دغو ځواکونو په هوايي بریدونو کې یوشمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه پېښه تېره اونۍ د دغه ولایت به نجراب ولسوالۍ کې وشوه، چې شاوخوا اوه تنه پکې ووژل شول.

Image caption شکریه بارکزۍ:''په ملي شورا کې ډېر وخت سلیقوي چلند کیږي.''

د ښاغلي عظيمي په وینا، د کورنیو چارو وزیربسم الله محمدي همداراز د یوشمېر جرګه والو لخوا په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو په جوړولو هم تورن دی.

خو د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وايي، ښاغلی زاخېلوال او ښاغلی محمدي د یوشمېر ولسي استازو د شخصي سلیقو له مخې استیضاح کیږي:

''په ملي شورا کې ډېر وخت سلیقوي چلند کیږي. سلیقوي چلند د دې لامل کیږي، چې ډېر کسان د خبلو دوستانو د ګمارلو لپاره په ورته کړنو لاس پورې کوي.''

د افغانستان د ولسي جرګې غړو همداراز پرېکړه کړې، چې په راتلونکې اونۍ کې د کابینې ۱۵ نور وزیران هم استجبوابیه غونډې ته وروغواړي.

جرګه والو، د اوبو او برېښنا، سوداګرۍ، کليو او پراختیا، کرنې، کانونو، لوړو زده کړو، اطلاعات او کلتور، حج او اوقافو، مالیې او بهرنیو چارو وزیران او له طبيعي پېښو سره د مبارزې د کمېټې مشر په دې تورن کړي، چې د خپلې پرمختیايي بودیجې ډېره برخه یې نه ده لګولې.

ورته مطالب