د روسیې سفیر: پر افغانستان مو له بریده 'پند واخیست'

اندرې اویتیسیان د انځور حقوق
Image caption ښاغلي اندرې تر ډېره ټینګار په دې کاوه، چې د افغانستان روان کړکېچ پوځي حل نه لري

روسیه وايي، د افغانستان روان کړکېچ پوځي حل نه لري او باید د د غه هیواد ستونزې له سوله ییزې لارې حل شي.

پخواني شوروي اتحاد، چې افغانستان یې شاوخوا لس کاله اشغال کړی و، اوس وايي، هېواد یې پرافغانستان د برید پرمهال درس زده کړی او نه غواړي، روسیه بیا افغانستان ته خپل سرتېري واستوي.

په کابل کې د روسیې سفیر بي بي سي ته وویل، هېواد یې چمتو دی، له افغانستان سره هرډول اقتصادي مرستې وکړي.

اندرې اویتیسیان وویل، روسیه غواړي په افغانستان کې هغه لویې پروژې، چې شوري اتحاد پیل کړې وې، او بشپړې شوي نه دي، له سره وروغوي.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د وتلو له څلریشتمې کلیزې سره سم، روسیه وايي، پر افغانستان یې د یرغل پرمهال درس زده کړی او نه غواړي بیا افغانستان ته خپل سرتېري واستوي.

پخواني شوري اتحاد پر افغانستان د شاوخوا لس کلن یرغل پرمهال له یو میلیونه ډیر افغانان و وژل او د رسمي شمیرو له مخې یې نژدې خپل ۱۴ زره سرتېري هم په دغه جګړه کې له لاسه ورکړل.

خو اوس چې نږدې دوه نیمې لسیزې له افغانستانه د شوري د ځواکونو له وتلو تیږي، په کابل کې د روسیې سفیر انډري اویتس یان له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې وویل، نه غواړي خپل غلطۍ بیا تکرار کړي.

هېڅکله نه راځي

''روسي عسکر به بیا هېڅکه افغانستان ته را نه شي، موږ خپل سبق واخیست او بیا هغه ډول کار نه کوو.''

د روسیې سفیر، چې نه یې غوښتل پر افغانستان د شوري اتحادي د یرغل په اړه ډیر څرګندونې وکړي وايي،دا چې افغان حکومت دسولې هڅې پیل کړي، هیواد یې چمتو دی، په افغانستان کې هغه لویې پروژې ورغوي، چې له روسانو نیمې بشپړې پاتې شوي دي:

''لویې پروژې لکه د کابل د کور جوړولو فابریکه، د سالنګونو تونلونه او دننګرهار د ابیاری سیستم هغه پروژې دي، چې موږ له غواړو بیرته یې ورغوو، همدارنګه موږ غواړو د افغانستان پولیس او ملي پوځ ورزو او هغوی ته وسلې ورکړو.''

ښاغلي اندرې تر ډېره ټینګار په دې کاوه، چې د افغانستان روان کړکېچ پوځي حل نه لري او وايي، دغه ستونزه یواځې له سیاسي پلوه غوڅېدای شي:

''اوس ټول په دې پوهیږي، چې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره جګړه د حل لاره نه ده، نو باید دافغانستان ستونزې سوله ییزه لاره پیدا کړو.''

Image caption ټيک ۲۴ کاله وړاندې وروستی عسکر د دلو/سلواغلې پر ۲۶ له افغانستانه ووت.

په کابل کې د روسیې سفیر دارنګه وايي، کله، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته ناټو او ملګري یې په افغانستان کې خپل پوځي شته والي پای ته رسوي، نو د ده په وینا افغانستان باید یوازې پرېنښودل شي او افغان ملي پوځ له هره پلوه په خپلو پښو ودرول شي:

''د افغانستان حالات ډیر مشکل دي، له ۲۰۱۴ کال وروسته نړیوال ټولنه باید افغانستان سره پوځي او هم اقتصادي مرستي روانې وساتي. او تر ټولو مهم دا، چې افغانستان ملي پولیس او ملي اردو باید تقویه کړي.''

له افغانستان د سره پوځ تر وتلو وروسته هم، افغانستان پیاوړی پوځ درلود، خو د وخت واکمن پوځي ځواک ونه شوای کړی، چې د روسانو له وتلو وروسته په افغانستان کې ثبات ټینګ کړي.

ځینې شنونکي هم په دې اند دي، چې له ۲۰۱۴ وروسته که افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال نه شي، ښایې افغانستان بیا د ۹۰ لسیزې له برخلیک سره مخامخ شي.

ورته مطالب