په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''د ارګ چارواکو اختلاف د سرپل والي پرځای پېښود''

د انځور حقوق

هغه پلاوی، چې د افغانستان مشرانو جرګې سرپل ته، د والي او خلکو ترمنځ د راپورته شوي کړکیچ د څیړلو لپاره استولی و، خپل راپور مشرانو جرګې ته سپارلی دی.

تیره اوونۍ په سرپل ښار کې خلکو د والي پرضد لاریونونه وکړل، چې په ترڅ کې یې یو تن ووژل شو او اوه تنه نور ټپیان شول. مظاهره چیانو ، والي په بې کفایتۍ تورن کړی و او د هغه د لرې کیدوغوښتنه یې کوله.

رفیع الله حیدري ، چې د دغه پلاوي مشري یې کوله، بي بي سي ته وویل، په ارګ کې د چاوراکو ترمنځ اختلاف د دې لامل شوی، چې د سرپل والي په خپل ځای لاهم پاتې دی.

هغه وویل، والي خپله دې ته راضي شوی، چې نور په سرپل کې ولایت ونه کړي. په کابل زموږ همکار حفيظ الله معروف له ښاغلي حیدري سره په همدې اړه مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي، چې د دغه پلاوي موندنې څه دي؟