رحمن ملک: پر طالبانو کنټرول نه لرو

رحمن ملک
Image caption رحمن ملک وايي هېواد یې هر هغه څه کوي، چې ولسمشر کرزی یې غوښتنه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ویلي، که چېرې یې هېواد پر طالبانو کنټرول درلودی، نو خپله خاوره به یې له ترهګرۍ پاکه وای.

رحمن ملک دا خبره داسې مهال کړې، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو پر سر د افغان او پاکستاني مشرانو ترمنځ لفظي شخړې په اسلام اباد کې درې اړخیزه ناسته تر سيوري لاندې راوسته.

کابل او واشنګټن پر دې باور دي چې اسلام اباد له طالبانو سره په سوله کې مهم رول لوبولی شي.

که څه هم پاکستان ته تللي افغان پلاوي په دې لړ کې د ډېر څه تمه لرله، خو افغان پلاوی وايي ولسمشر حامد کرزي له اصف علي زرداري سره پر دې خبره شخړه وکړه چې ورته یې وویل، هېواد یې د خبرو میز ته د طالبانو په راوستو کې له خپل نفوذه کار نه اخلي.

ویل کېږي چې دې خبرې ته د پاکستاني لوري ځواب هم ډېر تند و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل هېواد یې هر هغه څه کوي، چې ولسمشر کرزی یې غوښتنه لري.

دا امکان نه لري

خو وايي چې په مخ کې یې یې ډېر محدودیتونه هم شته:

''هغه ته ووايئ هرڅه چې دی یې غواړي، هغه د ده خپل کار دی. خو که چېرې له موږ دا غوښتنه کېږي چې یوه ځانګړې ډله د خبرو میز ته راولو، دا امکان نه لري؛ ځکه چې که پر طالبانو موږ دا ډول کنټرول او نفوذ لرلی، نو پاکستان کې به ترهګري نه وای.''

ورته مطالب