''د یو بل پرضد به خپله پوله نه کاروو''

کرزی، زرداري او احمدي نژاد د انځور حقوق
Image caption درېواړو مشرانو د ناستې په پای کې یوه اعلامیه لاسلیک کړه.

د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ درې اړخیزه غونډه په اسلام اباد کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

له دې درې اړخیزې غونډې وروسته، د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل، د سیمې د هېوادنو ترمنځ هېڅ ډول ستونزې نه شته، خو وايي پر دغو هېوادونو ټولې ستونزې ورتپل شوي دي.

د ایران و لسمشر دارنګه وویل، په سیمه کې باید بهرنیو لاسوهنو ته اجازه ورنه کول شي.

د غونډې په پای کې د درې واړوهېوادنو ولسمشرانو په خپره شوې اعلامیه کې په درې اړخیزه همکارۍ او په افغانستان کې د سولې په پروسي ټینګار کړی.

په اعلامیه کې راغلي، چې درېواړه هېوادونه به د یو بل پرضد له خپلو پولو د ناوړه ګټې اخیستو اجازه ورنه کړي.

د اعلامیې د خپرولو پرمهال خبري غونډې ته د ایران ولسمشر وویل، د کورنۍ مداخلې لپاره به هېڅ کوم بهرني هېواد ته اجازه ورنه کړي.

اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر پرمهال په کابل کې د ځينو افغان چارواکو له خولې ویل شوي وو، چې ګني افغان ولسمشر غواړي د پاکستاني چارواکو په مرسته له یو شمېر طالب مشرانو سره وګوري.

پر اسلام اباد تور دی، چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې دوه مخۍ سیاست پرمخ وړي او د ځينو په اند غله ته وايي غلا وکړه، او د کور څښتن ته وايي هوښیار اوسه.

خو د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري دا خبره په کلکو ټکو رد کړه:

''اجازه راکړﺉ تر هرڅه مخکې دا خبره رد کړم چې زموږ کوم وسله وال ځواک دې مخامخ او یا نامخامخ ډول په دې کې ښکېل وي. هو، دلته دلته پاکستان کې د شوروي اتحاد د جګړې پرمهال پاتې شوني شته.''

سیاسي جوړجاړی

په داسې حال کې چې امریکا او ناټو په ۲۰۱۴ کې خپل جګړه ییز ماموریت افغانستان کې پایته رسوي، د افغان پوځ د روزنې ترڅنګ اوس ډېرې هڅې دې ته هم دي چې د حکومت له مخالفانو سره دې د سیاسي جوړجاړي یوه زمینه برابره شي.

په همدې موخه په قطر کې طالبانو ته د یوه سیاسي دفتر د جوړېدا هڅې پیل شوې دي.

خو کابل او واشنګټن باور لري چې اسلام اباد له طالبانو سره د جوړجاړي په خبرو کې مهم رول لوبولی شي.

ورته مطالب