کونړ: پاکستان ته د ماشومانو د قاچاق خبره ''دروغ'' وه

افغان ماشومان د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ددغو ماشومانو کورنۍ ''تېر ایستل شوې''.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو یې د پاکستان سرحدي سیمو ته د څه باندې څلوېښتو افغان ماشومانو د قاچاق مخه نیولې ده.

ددغه وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه ماشومان د پاکستان ديني مدرستو ته قاچاق کېدل.

ښاغلي صدیقي دا هم ویلي چې د ماشومانو د قاچاق په تور پولیسو څلور افغانان نیولي دي.

په همدې حال کې د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي بیا دغه څلور تنه تښتوونکي نه بلکې د همدې ماشومانو خپلوان بولي چې پخپله خوښه یې په لاس ورکړي چې پاکستان ته یې د سبق لپاره بوځي.

د کونړ د استیناف څارنوالۍ مشر محمد شعیب بي بي سي ته وویل چې ددغو څلورو کسانو په وړاندې یې کوم جرمي اسناد ونه موندل نو ځکه یې بېرته خوشي کړل:

''هغه څلور کسان چې د قومندانۍ له لوري موږ ته د ماشومانو د قاچاق په تور راپېژندل شوي وو، خوشي شوي. اصلاً دلته غلط فهمي پیدا شوې وه، له دغو ماشومانو سره یې پلرونه او ترونه وو چې تل به ددغو کسانو په مټ پاکستان ته د سبق لپاره استول کېدل. اوس په ضمانت خوشي شوي، که څوک ادعا وکړي موږ چمتو یو چې دا قضیه وڅېړو.''

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې خلک د پاکستان مدرسې د دینې زده کړو لپاره خوښوي او وایي په افغانستان کې د ننه دیني مدرسې کافي وسایل او تجهیزات نه لري، نو ځکه دوی پاکستاني مدرسو ته مخه کوي.

سلیم الله د کونړ ولایت هغه اوسېدونکی دی چې د کورنۍ یو غړی یې په همدې څلوېښتو ماشومانو کې پاکستان ته لېږه.

هغه وایي دا څلور کسان ددوی خپلوان ول او پخپله یې په لاس ورکړي ول.

''موږ مدرسه غواړو''

نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې دوی ته دې په خپل هېواد کې ورته مدرسې جوړې کړي چې دوی پاکستاني مدرسو ته اړ نه شي:

''موږ ته دې دولت دلته یوه مدرسه جوړه کړي، هېڅکله به موږ بل هېواد ته خپل بچیان د سبق لپاره وانه ستوو. موږ هېڅ وخت دا نه خوښوو چې ماشومان مو تل مسافر وي.''

د کورنیو چارو وزارت ددغو ماشومانو عمرونه د شپږو او یوولسو کالو ترمنځ ښودلي، چې ټول د ختيځ ولایت کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، ټول ژغورل شوي ماشومان په کونړ کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

صدیق صدیقي دا هم وویل، چې په وینا یې دغه ماشومان ''د پاکستان په مدرستو کې د مغزونو د مینځلو په موخه قاچاق کېدل، چې په دې سره یې هېواد ته له توپک سره راواستوي.''

پاکستان ته ددغو ماشومانو د قاچاق هڅې داسې مهال شوې، چې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه ماشومان د لاسي توکو په خرڅلاو بوخت دي.

د بشري حقونو ځینو ډلو اندېښنه ښودلې چې دا ډول بې سرپرسته ماشومان له ګڼو ګواښونو سره مخامخ دي.

ډېر کله په بې سرپرسته ماشومانو جنسي تېري هم کېږي، او یا یې غړي ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

پر همدې مهال، افغان چارواکو ویلي چې د دغو ماشومانو پر قاچاق کولو سربېره، ځينو ډلو دغه ماشومان پاکستان کې دیني مدرسو ته په په چل د هغوی کورنۍ تېر ایستې دي.

د کورنیو چارو وزارت خبریالانو ته وویل: ''له شک پرته د پولې هاخوا د ځینو کسانو او ماشومانو لېږدول له سلګونه چل او ول او تېر ایستنو سره مل دي.''

د انځور حقوق
Image caption د کونړ څارنوالۍ ویلي، چې د ماشومانو د قاچاق په تور نیول شوي کسان سپین وو او خوشي کړي یې دي.

نوموړي زیاته کړه: ''دغه ماشومان تېر ایستل شوي دي. له دوی ناوړه ګټه اخیستل شوې چې پخپله یې د افغانستان د خلکو پرضد وکاروي.''

د افغانستان حکومت څو څو ځلې پر پاکستان تور پورې کړی، چې پخپلو مدرسو کې سخت دريځي اورپکي روزي او بیا یې افغانستان ته د بریدونو او ناامنیو جوړولو لپاره راستوي.

خو پاکستان وايي چې د وزیرستان په ګډون یې پخپلو سرحدي سیمو کې زرګونه پوځيان د اورپکو د اوښتو د مخنيوي لپاره ځای پرځای کړي دي.

خو د افغانستان سربېره، نړیوالو هم پاکستان ته د تور دا ګوته نیولې، چې ګني اورپکو ته یې روزنځایونه ورکړي دي.

ورته مطالب