په تېره یوه میاشت کې واورو ښویېدو ۱۲۴ افغانان وژلي

محمد اسلم سیاس
Image caption محمد اسلم سیاس وايي، یوازې ۴۰ کسان په بدخشان ولایت کې وژل شوي.

د طبعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې له تېرې میاشتې راهیسې په ټول افغانستان کې د واورې ښوویدنې په پېښو کې د ۱۲۴ تنو مړه کېدل تایید کړي.

د عامې روغتیا وزارت هم په روانه اوونۍ کې اعلان کړی وو چې په تېرې یوې میاشتې کې د سړې هوا له امله له څلوېښتو ډېر کسان وژل شوي.

ډېری وژل شوي کسان د بدخشان ولایت دي.

د طبعي پېښو پروړاندې د مبارزې د ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، دغه ۱۲۴ کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر واورو لاندې شوي، چې ۴۰ يې یوازې په بدخشان ولایت کې وژل شوي.

تردې وړاندې (سېف د چلدرن) یا د ماشومانو د ژغورنې نړېوالې ټولنې یو رپوټ خپور کړی و، چې یوازې په پلازمینه کابل کې یې د سختې سړې هوا له کبله د شاوخوا ۲۸ ماشومانو مړینه تایید کړې وه.

د انځور حقوق
Image caption د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې، چې ښايي دلته نورې درنې واورې هم واوري.

دغې ټولنې د پلازمینې کابل په څنډو کې د هغو بې ځایه شویو کډوالو په ژوند ژوره اندېښنه ښودلې، چې ترخېمو لاندې ژوند کوي چې سربېره پر خوراکي توکو د سونګ توکي هم نه لري.

د ځینو شمېرو له مخې دا مهال په کابل کې له ۳۰ زیات نارسمي کمپونه شته، چې لږ تر لږه شل زره هغه کسان پکې ژوند کوي، چې د افغانستان په سویلي او شمالي سیمو څخه دلته راکډه شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې، چې ښايي دلته نورې درنې واورې هم واوري او د تودوخې درجه منفي شلو ته راښکته شي.

ورته مطالب