اڅکزی: پاکستان دې د پښتنو له بربادولو لاس واخلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
محمود خان اڅکزی د انځور حقوق
Image caption محمود خان اڅکزي وویل چې روانې جګړې د ۱۲۰۰ پښتي مشرانو او علماوو سرونه وخوړل.

په اسلام اباد کې د افغان محصلینو په نوښت یوه سمینار ته افغان او پاکستاني ديني پوهان، سیاستوال او شنونکي د افغان لانجې د حل موندنې لپاره ورغوښتل شوي وو.

ډېری ورغوښتل شوو مېلمنو د افغانستان د سولې پر ټينګښت خبرې وکړې.

(د افغانستان د روانې غمیزې حل لارې) په نامه دې یوې ورځنۍ غونډې ته ویناوالو وویل، هغه هېوادونه او ډلې باید د افغان لانجې د ختمولو په برخه کې ډېرې هڅې وکړي، چې دې هېواد ته یې جګړه راوړې ده.

له اسلامي ګوند سره تړاو لرونکو محصلینو او د غونډې ګډونوالو وویل، چې د افغانستان د بې پرې علماوو، سیاستوالو او پوهانو یوه جرګه دې جوړه شي.

محصلینو وویل، چې دغه جرګه باید د افغانستان د بېلابېلو ډلو ترمنځ یو جوړجاړی رامنځته کړي.

غونډې ته د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي:

''زه اوس هم دا وایم، په ډېره ایماندارۍ وایم که چېرې د پاکستان جاسوسي اداره (ای اېس ای) او ایران په افغانستان کې لاسوهنه ودروي، په یوه میاشت کې به افغانستان ته سوله راشي. خو هغوی نه غواړي خپلې لاسوهنې ودروي او موږ په بدۍ اخته کوي.''

ښاغلي اڅکزي په وزیرستان کې د پاکستاني حکومت هوايي او ځمکنیي عملیات وغندل او دا یې د پښتنو د ختمولو لپاره یوه دسیسه وبلله.

محمود خان اڅکزي دا هم وویل چې روانې جګړې د ۱۲۰۰ پښتي مشرانو او علماوو سرونه وخوړل.

نوموړي پر افغان او په تېره بیا پښتنو مشرانو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې د ټينګښت لپاره دې یوه ازاده جبهه جوړه شي.

د ملي عوامي ګوند مشر پر پاکستان هم غږ وکړ چې نور دې له ویجاړولو لاس واخلي:

''په پاکستان ټوله نړۍ خبره ده چې بربادۍ یې روانې کړې دي. زه غوښتنه ترې لرم که چېرې له دې لارې وانه وړي، نو یو وخت به دی خپله په دې اور کې لولپه شي. بربادي دې نه جوړوي، نه دې ځان غرقوي او نه موږ.''

غونډې ته د اسلامي ګوند سرپرست محمد حکیم حکیم وویل، هم د افغان لانجې د حل لپاره پخلاینه او خبرې یوازینی حل وباله.

د پاکستان د تحریک انصاف ډلې د بهرنیو چارو د کمېټې مشرې شیرین مزاري وویل، د افغانستان په اړه د زرداري ادارې هم د پرویز مشرف د حکومت تګلاره خپله کړې ده.

نوموړې وویل، چې د افغانستان د راتلونکي برخلیک جوړولو حق یوازې له افغانانو سره دی.

Image caption ډاکټر غیرت بهیر: ''په اخلاص سره دې د سولې او امنیت د ټینګښت لارې ولټوي.''

د پاکستان د استخباراتي ادارې مخکني مشر جنرال حمید ګل وویل، پاکستان باید د افغان سولې په اړه د افغانستان د حکومت تر غوښتنې پورې پخپل سر مداخله ونه کړي.

د غونډې په پای کې د اسلامي ګوند د سیاسي چارو مشر ډاکټر غیرت بهیر د غونډې پرېکړه لیک ولوست:

پرېکړه لیک

''د افغاني ګوندونو باصلاحیته استازي دې د پردیو له وساطت او منځګړیتوب پرته، خبره ته سره کښېني، او د هېواد د ازادۍ او ژغورنې په موخه دې یو او بل ته لاس ورکړي، په اخلاص سره دې د سولې او امنیت د ټینګښت لارې ولټوي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو او لاسوهونو د مخنیوي لپاره دې معقوله طرح جوړه کړي.''

ورته مطالب