د تورخم او حیرتان له بندرونو څلور میلیارد افغانۍ ورکې دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
عزیزالله لودین
Image caption عزیزالله لودین وویل، چې شاید دا پلټنه شل ورځې وخت ونیسي او پایله به یې رسنیو ته اعلان کړي.

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي د حیرتان او تورخم په بندرونو کې څه باندې څلور میلیارده افغانۍ ورکې دي چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

په نورو بندرونو کې هم د ورته سرغړونو راپورونه شته چې دغه اداره به هلته د څېړنې په موخه استازي واستوي.

زموږ همکار خوشحال تایب له اداري فساد سره د مبارزې ادارې له مشر عزیزالله لودین سره یوه لنډه مرکه کړې او په سر کې یې د د حیرتان او تورخم د بندرونو د څېړنو په اړه ترې پوښتلي دي:

''د تورخم د قضیې جزییات موږ لوې څارنوالۍ ته استولي دي، دوی یې پلټنه کوي، او محکمې ته یې وړاندې کوي. زموږ د تحقیقاتو پر بنسټ په تورخم کې اته سوه او نهه دېرش میلیونه افغانۍ په تېرو دوو کلونو کې ورکې شوې دي.''

ښاغلي لودین بي بي سي ته وویل، اوس دا پلټنې روانې دي چې ایا ددغو پیسو اسناد لادرکه شوي او که چا په بډو وهلې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر دا هم وویل چې د حیرتان له بندره نژدې درې نیم میلیارد افغانۍ ورکې شوې دي:

''هغه راپور چې موږ ته رارسېدلی، پکې راغلي چې د حیرتان له بندره تقریباً درې نیم میلیارد افغانۍ ورکې شوې دي. د څارنوالۍ، زموږ او ملي امنیت ګډه پلټنه روان ده.''

عزیزالله لودین وویل، چې شاید دا پلټنه شل ورځې وخت ونیسي او پایله به یې رسنیو ته اعلان کړي.

د فساد پرضد دغه افغان چارواکي وویل، اوس دا اندېښنې هم شته چې په اقینه، سپین بولدک او اسلام کلا ګمرکونو کې دې دا ډول د اختلاس پېښې وي.

له اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي چې یادو شوو بندرونو ته یو پلاوی د دا ډول پېښو د پلټنې لپاره استوي.

ورته مطالب