ناټو مذهبي سلاکارانو ته اړتیا لري

د انځور حقوق AFP
Image caption نن سهار ايساف وموندله چې د بګرام د زندان په تاسيساتو کې د قرانکريم د نسخو په ګډون د ځينې ديني کتابونو د له منځه وړلو يو ناوړه پېښه رامنځ ته شوې وه.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي په بګرام اډې کې د تېرې شپې پېښې دا وښوده چې په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه ډېرو مذهبي او فرهنګي سلاکارانو ته اړتیا لري.

د ناټو ځواکونو ویاند جنرال کریستن جاکوپسن وايي تر دې وروسته به ناټو هڅه وکړي چې مذهبي او فرهنګي حساسیتونو ته ډېر پام وشي.

ښاغلی جاکوپسن له بي بي سي سره د یوې مرکې په ترڅ په بګرام اډې د تېرې شپې د پېښې په اړه جزییات ورکوي.

نن سهار ايساف وموندله چې د بګرام د زندان په تاسيساتو کې د قرانکريم د نسخو په ګډون د ځينې ديني کتابونو د له منځه وړلو يو ناوړه پېښه رامنځ ته شوې وه.

د ناټو عمومي قومندان د دغې پېښې د سملاسي پلټنې امر ورکړ. له نېکه مرغه دغه کار په سملاسي ډول ودرول شو، ځکه د افغان کارکوونکو ورته پام شو.

البته دا پېښه په بشپړ ډول غير قصدي وه.

پوښتنه: هماغسې مو چې وويل په دې اړه پلټنې پيل شوي، آيا تر اوسه د دغو پلټنو څه پاېلې راوتلي دي؟

ځواب: جنرال الن په ډېر واضح ډول ويلي چې افغان چارواکي به په دغو پلټنو کې برخه ولري. هغه څه چې سملاسي شوي دا دي چې دغه مواد يوه مناسب ځای ته لېږدول شوي او د مذهبي کسانو تر نظر لاندې ساتل کېږي. موږ خپلې ټولې هڅې په کار اچولي ترڅو په دې پېښه کې هېڅ هم پټ پاتې نه شي. په ټوله کې دا يوه تېروتنه وه.

پوښتنه: د ناټو په پوځي اډو کې د ګڼ شمیر فرهنګي او مذهبي سلاکارانو سره سره ، بیا هم ستاسې په نظر ولې دغه ډول پیښې رامنځ ته کیږي؟

ځواب: دا داسې یوه څه دي، چې روښانه مالومیږي، چې اشتباه شوې ده. ناټو یواځې فرهنګني سلاکاران نه لري، بلکې موږ پنځوس هیوادونه یوو او زمو زیات شمیر سرتیري له اسلامي هیوادونو دي او مسلمانان دي. موږ هر ورځ یو ځای کار کوو. موږ د پروان په باګرام زندان او نور ځاینو کې له خپلو سیمه ییزو مسلمانو کارکونکو سره کار کوو. دا یوه تیروتنه وه او په دې همدې دلیل د ناټو عمومي قومندان د افغانستان له ولسمشر او د دغه هیواد له خلکو بښنه وغوښتنه .

پوښتنه: دغه ډول پښې په افغانستان کې د ناټو په ماموریت څومره اغیز پرې باسلی شي، ځکه تاسې هڅه کوی، چې دافغانانو ملاتړ تر لاسه کړی؟

د انځور حقوق
Image caption د امریکا دفاع وزیر ټیګار کړی چې بیا به داسې پېښه نه تکرارېږي.

ځواب: له افغانانو او د هغوی له آزادیو او البته د افغانانو مذهبي او فرهنګي آزادي زموږ له لومړیتوبونو څخه ده دا یو غمجنه پېښه وه او موږ یې باید جزییاتو ته وګورو او دا وڅېړو چې ولې دا شان یو تصمیم نیول شوی وو.

پوښتنه: ښه په راتلونکې کې څنګه کیدای شي چې د ورته پېښو څخه مخنیوی وشي؟

ځواب: په تېر وخت هیڅ دا راز پېښې نه دي رامنځ ته شوي، دا راز پېښې د فرهنګي اختلاف له امله رامنځ ته شوي، چې تېروتنه وه، زموږ ځواکونه ډېر فرهنګي پوهاوي ته اړتیا لري او ډېرو فرهنګي سلاکارانو ته اړتیا ده. په داسې حال کې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي موږ باید ډاډه شو چې د افغانستان د خلکو، فرهنګي حالت او مذهبي حساسیتونو په اړه پوره پوهاوی ولرو.

ورته مطالب