د امریکا دفاع وزیر د قرآن له سپکاوي له افغانانو بښنه وغوښته

لیون پنېتا
Image caption د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا ویلي، چې دا ډول پېښې به بیا تکرار نه شي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا د هغې پېښې له امله د افغانستان له خلکو بښنه غوښتې چې په ترڅ کې یې د رپوټونو له مخې د قرآن شریف نسخې سوځول شوې.

ښاغلي پنېتا په یوه وینا کې وویل چې د کابل شمال ته د بګرام په هوايي هډه کې د دغې پېښې په اړه د پلټنو پایلې به وڅېړي.

دوو افغان چارواکو بي بي سي ته ویلي چې امریکاييانو دغه قرآن شریفونه له طالب زندانیانو نیولي وو ځکه ګومان یې کوو چې هغوی یو بل ته د پیغامونو د لېږلو لپاره کارول.

دغې پېښې په کابل او بګرام کې لوی اعتراضونه وپارول.

افغان ولسمشر حامد کرزي قرآن کریم ته دا سپکاوی غندلی او د پېښې د پلټلو لپاره یې یو پلاوی ګمارلی دی.

د افغانستان د مشرانو جرګې هم ویلی، چې د دې مسالې د څېړلو لپاره بګرام ته خپل پلاوی استوي.

یوه افغان پولیس بي بي سي ته ویلي، چې د بګرام په مظاهره کې تر زرو ډېرو کسانو ګډون کړی و.

د چهارشنبې پر ورځ (د حوت/کب ۴) په کابل کې هم لاریون وشو.

ددغې سرچینې په حواله، قهرېدلو لاریون کوونکو د بګرام هوايي اډې ته تیږې او پټرولي بمونه ورغورځول او د امریکايي ځواکونو پرضد یې شعارونه ورکول.

خبریالان وايي، ناټو سرتېرو د مظاهره کوونکو د تیت پرک کولو لپاره ربړي ګولۍ وکارولې.

د انځور حقوق AFP
Image caption لاریون کوونکو په بګرام کې د امریکايي ځواکونو پرضد شعارونه ورکړل.

د بګرام د پولیسو قومندان بي بي سي ته وویل، د بګرام له هوايي اډې د قرآن کریم او مذهبي کتابونو ګڼې بهر غور ځول شوې نسخې یې کابل ته لېږدولې دي.

'هېڅکله به تکرار نه شي'

د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا ددغې پېښې د پلټنې د ملاتړ ترڅنګ ویلي، چې دا ډول پېښې به بیا تکرار نه شي.

په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن هم تېره ورځ ټینګار وکړ چې دا کار په قصدي توګه نه دی شوی او له افغان ولس یې بښنه وغوښته.

ورته مطالب