راپور:"بېځايه شوي افغانان لوږه او مرګ ګواښي"

کابل کمپ د انځور حقوق Getty
Image caption په تېرو څو اوونيو کې سړې هوا په دغو کمپونو کې ۲۸ ماشومان وژلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي د جګړو له امله د بې ځايه شويو ژوند ته د حکومت نه پام، دوی د لوږې او مرګ له ګواښ سره مخامخ کړې دي.

سازمان د هغو څه باندې نیم میليون داخلي بېځايه شويو په اړه څرګندونې کوي چې اوس د کابل، مزار او هرات په غير رسمي پنډغالو کې اوسېږي.

سازمان پر افغان حکومت له دې امله نيوکه کړې چې نه يوازې د دغو بېځايه شويو د سرپناه روغتيا او ښوونې لپاره يې څه نه دي کړي، بلکې د نړیوالو مرستو پر وړاندې هم خنډ ګرځي.

کابل ښار ته د جګړې له وېرې راتښتېدلو زرګونه کورنيو ته وروسته له هغه د بښنې د نړیوال سازمان پام ورواښت چې په تېرو دوه درې لسيزو کې تر ټولو ساړه ژمي ۲۸ ماشومان ووژل.

د سازمان تازه خپور کړی راپور وايي اوس په افغانستان کې کابو پنځه سوه زره خلکو د جګړې له وېرې خپل استوګنځي پريښي چې لويه برخه يې په کابل، مزار او هرات کې دېره دي.

د بښنې د نړيوال سازمان د دغه راپور یوه چمتو کوونکې حوريه مصدق وايي د جګړې له وېرې لويو ښارونو ته ورغلي بېځايه شوي اوس له لويو کړاوونو سره مخامخ دي:

"د ۲۰۱۱ کال تر پای ته رسېدو مخکې په ټول افغانستان کې د جګړو له امله له نيم ميليون نه زيات خلک بېځايه شوې دي. د دوی شمېر له ۲۰۰۸ کال راپديخوا په بې ساري ډول لوړ شوی دی.

دا د دې ښکارندويي کوي چې جګړه پرته له تلفاتو د زياتو خلکو د بېځايه کېدو لامل هم ګرځي. د بښنې د نړيوال سازمان موندنې دا هم ښيي چې په ډېری سيمو کې طالبان له انساني ډال نه کار اخلي او دا د زياتو کسانو د بېځايه کېدو لامل ګرځي.

او هغه مهال چې دوی بيا لويو ښارونو ته راشي له مصيبتونو او بدبختیو سره مخامخيږي چې موږ او تاسې يې په تېرو دريو اوونیو کې شاهد يو."

د راپور موندنې ښيي چې هره ورځ په منځنۍ کچه ۴۰۰ تنه د افغانستان دننه د جګړو په ګډون د بېلا بېلو لاملونه له کبله بېځايه کېږي.

راپور بېځايه شویو ته د سر پناه، د څښاک د پاکو اوبو، روغتيايي اسانتياوو او زده کړو نشتوالی تر ټولو لويې ننګونې بولي چې دوی يې په اړه افغان حکومت ګرموي.

حوريه مصدق خبرداری ورکوي چې د دې وضعيت دوام به يو بشري ناورين رامنځته کړي:

"د بښنې نړيوال سازمان په دې باور دی چې بېځايه شويو خلکو ته د حکومت نه پام د دې لامل شوی چې موږ له يوې غلې څونامي او يا له یوه بشري کړکېچ سره مخامخ شو.

نن چې موږ د سړې هوا له امله څلوېښت کسان له لاسه ورکړي که افغان حکومت د بېځايه شويو ستونزې له پامه ورغوځوي ښايي د دوې شمېره نوره هم اوچته شي."

راپور زياتوي ډيری دغه ښاري پنډغالي هېڅ کلينيکونه نه لري او ځينو نورو ته يې په اوونۍ کې يو يا دوه ځله روغتيايي کارکوونکي ورځي چې دا ګرځنده روغتيايي ډلې د نسايي او ولادي برخو کارکوونکي هم نه لري.

دوی وايي دغه حالت د مور او ماشوم د مرګ ګواښ چې له وړاندې يې په افغانستان کې ګراف اوچت وو، لا پسې زیات کړی دی.

د بښنې د نړیوال سازمان په راپور کې پر افغان حکومت له دې امله نيوکې شوي، نه يوازې دا چې خپله مرسته نه کوي دغو بېځايه شويو ته د نړيوالو مرستو پر وړاندې هم خنډونه جوړوي.

د بېلګې په ډول د اوبو د دايمي کويانو د وېستو پر ځای دوی مجبورېږي چې له نورو ځايونو دغو بېځايه شويو ته په ټانکرو کې اوبه راوړي.

خو افغان حکومت د بښنې د نړېوال سازمان دا نیوکه نه مني چې ګواکې د بېځايه شويو ژوند ته يې پام نه دی کړی.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وياند اسلام الدين جراات وايي په دې لټه کې چې څنګه دوی بېرته په خپلو اصلي ټاټوبو کې ځای پر ځای کړي:

همدا اوس يوازې د کابل په غير رسمي ۳۰ پنډغالو کې چې کنډوالو ته ورته دي شاوخوا ۳۵زره بې ځايه شوي کسان ژوند کوي.

د بښنې نړيوال سازمان وايي دغه کسان په خپلو سيمو کې د جګړې له وېرې دغو پنډغالو ته پناه وروړې ده.

سازمان له نړیوالو مرستندویه ادارو وغوښتل په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي چې د مرستو يوه برخه يې د بېځايه شويو د ژوند پر ښه کولو لګېږي.

ورته مطالب