کمپیوټر کاروونکو ته لس لارښوونې

کیبورډ
Image caption کمپیوټر ته د ناسم کښېناستي له کبله انسان ته ډېر زیانونه اوړي.

کمپیوټر د انسان د ژوند د چارو په اسانه کولو کې ډېره مرسته کړې ده، چې د لوستي نسل له ژوند سره یو تړلی څیز ګڼل کېږي.

خو، د انسان د چارو همدغه اسانګر بیا پخپله د انسان بدني او دماغي روغتیا ته زیان هم رسوي.

په داسې حال کې چې ځینې کسان باید هره ورځ له شپږو تر اتو ساعتونو په کمپیوټر کار وکړي، د مختلفو عمرونو لرونکي انسانان بیا د کمپیوټر کارول د خپل ورځني ژوند یوه برخه بولي.

کمپیوټر ته د ناسم کښېناستي له کبله انسان ته ډېر زیانونه اوړي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

  1. د ملا د تیر ناروغي (یا ایل ډسک)،
  2. د انسان بدن د منفي الکتروني وړانګو قرباني کېږي،
  3. د لید کمزورتیا او د سترګو وچېدل،
  4. د وینې د جریان ګډوډي،
  5. د عصبي التهابونو په څېر ځینې عصبي ناروغۍ،
  6. په ځانګړې توګه د لاسونو او پښو د عصب ناروغي،
  7. خپګان.

کمپیوټر کاروونکو ته لس لارښوونې:

۱. د کمپیوټر ځای

د خونې په یوه کونج کې د کمپیوټر اېښودل غوره ګڼل شوي، داسې ځای چې د ماشومانو د خوب له ځایه لرې وي، داسې کونج چې د ماشومانو د خونې له کونج څخه هم لرې وي، همدارنګه، کړکۍ ته یې مخامخ اېښودل هم ناسم دي، خو که بله چاره نه وي، باید پر کړکۍ پیړه پرده راوځړول شي چې رڼا یې ونیسي، او د پردې رنګ باید نیلي یا اسماني وي.

۲. د خونې رڼا

له داسې وړانګې او یا څپه څپه راتلونګو وړانګو باید ډډه وشي، چې نېغ په نېغه پر سترګو او یا د بدن پر نورو غړو ناوړه اغېز کوي؛ همدا ده چې نیلي رنګه برېښنايي ګروپونه د انسان پرسترګو او نورو غړو د ناوړه اغېز مخه نیسي، همداشان، په تیاره خونه کې هم د کمپیوټر کارول مُضِر تمامېږي.

۳. د کمپیوټر ځانګړتیاوې

د کمپیوټر ځانګړتیاوې مهمې دي او باید ښه ډول یې واخیستل شي، د ښيښې (سکرین) اندازه باید له ۱۵ انچو کمه نه وي، خو غوره اندازه یې ۱۷ انچه ښودل شوې، په ځانګړې ټوګه هغه مهال چې په کمپیوټر جدولونه او یا رسمونه جوړېږي. په متن د کار کولو لپاره بیا ۱۵ انچه سکرین هم بسنه کوي، او د انځور ریزولوشن یا دقت ۸۵ هرټزه وي، چې ۸۸۰*۶۰۰ پواینټه او ۲۵۶ رنګونه ولري.

۴. سم ځای ټاکل

کمپیوټر کاروونکی باید د کار پرمهال خپلې روغتیا ته پام وکړي، چې تر ټولو مهم څیز سمه او ارامه څوکۍ ده. د تکیې کولو پرمهال -او یا دا چې د سړي د ملا تیر یوې خوا ته کوږ وي - د کمپیوټر له کارولو باید ډډه وشي، مناسب میز هم مهم دی، چې لوړوالی یې د ۷۵-۸۰ سانتي مترو ترمنځ وي، او سړی باید لږترلږه د کمپیوټر له سکرین (پردې) ۷۰ سانتي متره واټن ولري.

۵. د بدن وضعیت

کمپیوټرکار باید کمپیوټر ته مخامخ نېغ کښېني، او د کمپیوټر سکرین او سترګې په یوه اندازه لوړوالی او یا سکرین ترې لږ لوړ وي، د کمپیوټر کاروونکي سر هم باید مستقیم وي او مخته باید کړوپ نه وي، همداشان، دا غوره ده چې د کېناستو پرمهال ملا لږ شاته کږه وي، خو اوږې باید ارامې او مستقیمې وي، او د څنګلې زاویه باید له لاس څخه ۹۰ درجې واټن ولري، چې ماوس یا مږه پرې کارول کېږي.

۶ عینکې نه کارول

د کمپیوټر کارولو پرمهال باید عینکې له سترګو لرې شي، خو هغه مهال په سترګو کېدی شي چې یوه متخصص ډاکټر ورته ویلي وي.

۷ . له پرله پسې ناستي ډډه کول

د کار پرمهال باید له ۳۰ تر ۴۰ دقیقو ډېر کار ته کښې نه ني، او په هر نیم ساعت کې باید څلور یا پنځه دقیقې دمه وکړي، پاڅي او لږ وګرځي. غوره دا ده چې سړی په پښو وګرځي او په یخو اوبو مخ او یا لاسونه ومینځي.

۸. لاندې تمرینونه باید وکړي:

Image caption د کار پرمهال باید له ۳۰ تر ۴۰ دقیقو ډېر کار ته کښې نه ني.

له هر ځل کار وروسته باید سترګې د ساعتګر ستنو په څېر د ګړۍ د ننه څلور یا پنځه ځلې وګرځوي، په یوه دقیقه کې باید ۲۰-۳- ځلې خپلې سترګې په پرلپسې توګه ورپوي، د څلورو تر پنځو ثانیو لپاره خپلې سترګې کلکې پټې کړي، او بیا یې ترخپله وسه سترګې وغړوي، خپله ښۍ سترګه د ګوتو په وسیله د درو ثانیو لپاره پټه کړي، بیا ګوته ترې لیرې او سترګه د درو ثانیو لپاره همداسې پټه ونیسي، بیا خپلې سترګې خلاصې او دا عملیه پر خپله کيڼه سترګه هم عملي او لږترلږه دوه ځلې دا کار وکړي.

۹. ساتېری او ټولنیز اړيکي

د ټولنیزو اړیکو او ساتېرۍ لپاره باید یوازې له کمپیوټر کار وانخیستل شي، په اټکلي نړۍ ځان ډېر بوخت ساتل ډېر کله د سخت خپګان او ډپرېشن سبب ګرځي.

۱۰. پرله پسې طبي معاینات

د جسم په سیستم کې د ګډوډۍ راتلو پرمهال باید سملاسي له متخصص ډاکټر سره سلامشوره وکړي.

ورته مطالب