مشعل:''حکومتي مامورین د جاسوسۍ په تور نیول شوي''

لطف الله مشعل
Image caption لطف الله مشعل د نیول شوو کسانو په اړه ډېر معلومات ورنه کړل.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، چې د سیمه ځینو هېوادونو ته یې د جاسوسۍ په تور څلور افغان مامورین نیولي دي.

د ملي امنیت ادارې ویاند لطف الله مشعل بي بي سي ته وویل، له نیول شوو کسانو سره یې اسناد او شواهد هم نیولي:

''دغو کسانو د سیمې هېوادونو ته جاسوسي کوله، چې اسناد او شواهد هم ورسره نیول شوي، په دغو څلورو کسانو کې یو کس د بهرنیو چارو وزارت یو ټيټ پوړی مامور دی، او درې نور بیا په سیمه ییزو ادارو کې کار کوونکي دي.''

ملي امنیت وايي چې ددغو کسانو دوسیه اوس تر پلټنې لاندې ده، او په اړه یې ډېر معلومات رسنیو ته نه شي ورکولی.

لطف الله مشعل وویل، چې دغه کسان په پلازمېنه کابل او ځينو ولایتونو کې نیول شوي دي.

د ملي امنیت اداره وايي، چې نیول شوو کسانو د افغانستان د حکومت ځینې اسناد د سیمو د هېوادونو څارګرو ادارو ته ورکول.

ورته مطالب