د بډو اخیستو په تور لسګونه افغان قاضیان محاکمه او لیرې شول

ستره محکمه د انځور حقوق AP
Image caption لاهم ګڼ افغانان د هېواد په قضايي سیستم کې د بډو اخیستو له ستونزې سر ټکوي.

د افغانستان سترې محکمې و یلي، چې د هېواد په بېلابېلو قضايي ارګانونو کې یې د بډو اخیستو او اداري فساد په تور لګونه قاضیان محاکمه او له دندو شړلي دي.

د سترې محکمې د خپرونو د برخې مسؤول عبدالوکیل عمري وايي، د افغانستان سترې محکمې یو شمېر قاضیان په قضايي برخه کې د بډو اخیستو په تور له دندو لیرې کړي دي.

له دغو تورنو قاضیانو یې نژدې شپیتو کسانو په کابل او ولایتونو کې دندې لرلې.

ښاغلی عمري زیاتوي، دغه کسان له دندو د لیرې کېدو سربېره، له یو تر پنځو کالو په بند هم محکوم شوي دي.

د افغانستان د سترې محکمې چارواکو ویلي، پر قاضیانو سربېره، نژدې زر نور کسان هم نیولي، چې په ناقانونه توګه او یا د مراجعینو او قضايي کارکوونکو ترمنځ یې د رابط په توګه پیسې اخیستې.

د افغانستان حکومت له څه مودې راهیسې پخپلو ادارو کې د اداري فساد د مخنیوي هڅې کوي.

د افغانستان ستره محکمه وايي، په پام کې لري چې د محکمو کاري چوکاټ اسانه او چټک کړي، چې په دې سره به د فساد مخه هم ونیوله شي.

خو لاهم ګڼ افغانان د هېواد په قضايي سیستم کې د بډو اخیستو له ستونزې سر ټکوي.

تېر کال، د افغانستان جنوب ختیځ خوست ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د ګڼو ستونزو ترڅنګ په نهو ولسوالیو کې قاضیان او قضايي ادارې نه وې.

ورته مطالب