کابل: د ایکو سیمه ییزه غونډه د طبعي افتونو پر مخنیوي غږېږي

Image caption د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې افغان اداره وايي له طبعي پېښو سره مبارزه د يوه هېواد له وسه وتلې ده

له دغې سرمشريزې د افغانستان لويه غوښتنه دا ده چې د مالي مرستو ترڅنګ د طبعي افتونو پر وړاندې په مبارزه کې د دوی د کارکوونکو د وړتياوو لوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

د ايکو لس هېوادونه په دغه کنفرانس کې پر هغو لارو چارو غور کوي چې څنګه کېدای شي په طبعي پېښو کې د انساني تلفاتو او مالي زيانونو ګراف تر وروستي بريده راښکته کړي.

زلزله، وچکالي او سېلاوونه هغه لوی افتونه دي چې د ایکو سازمان په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به يې له امله د اووښتونکو زیانونو مخنيوي ته لارې چارې وسنجول شي.

د سرمشريزې ګډونوال به د تېرکال په ورته غونډه کې د شويو هغو ژمنو جاج هم واخلي چې د طبعي افتونو د مخنيوي په تړاو يې کړې وې.

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې افغان اداره وايي په کنفرانس کې به د ايکو له نورو هېوادونو وغواړي چې له دوی سره د مالي مرستو په خوا کې د دوی د ادارې د وړتياوو په لوړولو کې هم رغنده رول ولوبوي.

په افغانستان کې تېرکال سيلاوونو او د روان ژمي سختو واورو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې افغان حکومت يې په يوازې سر د کابو کولو وس نه درلود.

Image caption تېرکال افغانستان کې سېلابونو یو شمېر خلک ووژل او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل.

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې افغان اداره وايي له طبعي پېښو سره مبارزه د يوه هېواد له وسه وتلې ده او په دې برخه کې يوازې ګډه مبارزه کار ورکولی شي.

محمد دايم کاکړ وايي دا ځل يې ايکو ته لوی وړانديز دا دی چې له طبعي افتونو سره د مقابلې لپاره په قزاقستان کې يوه ګډه کارنده سيمه ييزه اداره جوړه کړي.

افغانستان په دې تړاو د ايکو سازمان د شپږمې غوندې کوربه دی. تر دې وړاندې پنځه نورې غونډې د ايکو په نورو غړو هېوادونو کې شوي چې تېره هغه يې په قزاقستان کې وه.

ايران، افغانستان، پاکستان، ترکيه، اذربايجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ايکو سازمان غړيتوب لري.

ورته مطالب