ملک کاکو د طالبانو او حکومت مړي یو بل ته لېږدوي

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي حکیم وايي، ده ته دا مانا نه لري، چې مړی د چا دی، خو د اسلام له پلوه د هر مړي مناسب دفن کول، اړین بولي.

پنځه شپيته کلن عبدالحکیم، چې اوږده سپینه ږیره او پراخ له کونزو ډک تندی لري، په کندهار کې په دې پېژندل شوی، چې د وسله والو طالبانو مړي له امریکایانو او افغان چارواکو یو بل ته لېږدي.

په چاودنو، بمباریو او جکړو کې طالبانو او حکومت ته د وژل شوو کسانو د جسدونو د سپارلو لپاره، لومړنی کس ملک حکیم دی، چې له روغتونه خپلو کورنیو ته یې مړي ورسپاري.

عبدالحکیم، چې په ملک کاکو هم مشهور دی، د نویمې لسیزې په وروستیو کې د سرې میاشتې په لنډ مهالي کورس کې برخه اخیستې وه، چې ښایې همدغه لامل به وو، په دوه زره پنځم کال کې د لومړي ځل لپاره طالبانو له هغه سره په دې موخه اړیکې ټینګي کړي و، چې دی به له حکومتي ځواکونو د یو وژل شوي طالب جسد د هغه کورنۍ ته ولېږدوي:

''د طالبانو یو قومندان یې ولسوالۍ ته وړی وو، طالبانو زنګ راووهه چې دلته راشه، چې ورغلم، کاناډايانو راته ویل چې ته څوک یې چې له موږ مړی وړې، ما د سرې میاشتې کارت وروښود، ویل یې سمه ده. دوی ویل که زموږ مړی له طالبانو سره وي، څه به کوې، ما ویل چې دا کار هم کوم.''

ښایي عبدالحکیم به هېڅ داسې فکر هم نه کاوه، چې د طالبانو ته د یوه مړي په سپارلو به، دی د تل لپاره همدغه کار کوي.

خو له دې پېښې لا ډېر وخت تېر شوی نه و، چې ورته پېښه د کندهار په ژېړۍ کې رامنځ ته شوه او دا لومړي ځل وو، چې د حکومتي کارکونکود جسدونو د لېږد لپاره له عبدالحکیم نه مرسته غوښتل کېږي:

''د ژیړۍ ولسوال زنګ راوواهه ویل یې چې زموږ پنځه مړي په حوض مدد کې پراته دي او هغه موږ ته راوړه. ژېړۍ ته ورغلم، طالبانو ته مې زنګ وواهه، ویل یې چې یویې سه، خو مړي هېچا نه پېژندل.''

خو پوښتنه اوس دا ده، چې ښاغلي حکیم څنګه خبرېږي، چې د طالبانو مړي په روغتونو او یا هم په هم ځاینو کې پراته دی، چې د حکومت تر واک لاندې دي؟

''طالبان ماته زنګ راوهي چې زموږ دومره مړي په یخچال کې پراته دي، هغوی راورسره، بیا زه قومندانۍ یا ولسوالۍ ته ورځم، له امر سره روغتون ته ورځم، او مړي ترې راوباسم. که د حکومت مړي وي، حکومت زنګ راوهي، او که د طالبانو مړي وي، طالبان زنګ راوهي.''

په دغسې یوه سیمه کې، چې په ګرد افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړو تر ټولو پراخ مرکز او لږ تر لږه هره ورځ د وژنو ډګر وي، عبدالحکیم څنګه زړه ښه کوي، چې د طالبانو او یاهم حکومتي کسانو مړي له روغتونه د هغوی تر کورنیو ورورسوي او هغه هم په داسې ځاینو کې پرتې وي، چې له امنیتي پلوه خورا خطرناکې وي؟

خو ملک کاکو د دې ستونزې د غوڅولو لار موندلې ده.

دی یوازې د طالبانو او حکومتي کسانو مړي یوې او بلې ډلې ته نه سپاري، بلکې د بهرنیانو د هغه جسدونو په سپارلو، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې وي، هم مرسته کوي:

''له هغو سیمو مې د امریکایانو مړي هم انتقال کړي، چې دوی نه شوای ورتلی، په ځينو ځایونو مې ماینونه هم وي، چې له طالبانو سره ارتباط نیسم چې دلته خو ماینونه دي، هغوی راځي او د ماینونو ځای راښيي.''

په روغتونو کې د وژل شو کسانو مړي تر دوو میاشتو په روغتون کې ساتل کېږي، چې ښایي د کورنۍ غړي او یا هم د عبدالحکیم په څیره کسانې خپل کورنیو ته وسپاري.

ځانګړې هدیره

خو که د طالب یا نورو مړو کورنۍ تر دوو میاشتو وروسته بیا هم ونه موندل شي، بیا هم ملک کاکو، دغه جسدونه په هغه هدیره کې دفن کوي، چې د همدغه ډول مړو د خښېدو لپاره یې ځانګړې جوړه کړې ده.

د افغانستان د جګړو په وژل شوو کسانو کې ښایي داسې کسان هم شامل وي، چې ممکن کورنۍ یې په اوونیو او ان په میاشتو هم د خپل خواږي له وژلو اویا نادرک کېدو خبر نه شي.

خو عبدالحکیم وايي، د هغو جسدونو، چې خپل خپلوان یې نه وي، تر خښولو وړاندې یې په خپل کوچني ګرځنده کمره لرونکي موبایل کې عسکونه اخلي او بیا یې د پيژندلو لپاره د هغوی کورنیو ته، چې میاشتې وروسته ورځي، ښکاره کوي.

خو هغه طالب مړي، چې د کندهار میرویس روغتون ته ور وړل کېږي، یوازې پرې امنیتي چارواکي پوهېږي.

په دغه روغتون د مړو د ساتنې خونې مشر محمد اسلم وايي، هغه جسدونه چې دوی ته سپارل کېږي، د مسوولو چارواکو له اجازې پرته بل چاته نه ورکوي:

''قومنداني یې پخپله موږ ته راوړي او وايي چې دا طالب دی. موږ یې نه پېژنو، یو استلام جوړېږي او موږ ته راکول کېږي.''

د میرویس روغتون په ګډون په نورو ټولو روغتونو کې جسدونه که هغه د طالبانو او یاهم د حکومت کارکونکوو وي، په یوه مشترکه سړه خونه کې ساتل کیږي، خو له روغتونه د مړو ایستلو پروسه بیا سره توپیر لري.

د عبدالحکیم لاسلیک

په دې مانا، چې د حکومتي کارکونکو مړي د هغوی د خپلوانو په لاسلیک ایستل کېږي خو د روغتون له سړې خونې د طالب مړو جسدونه یواځې د عبدالحکیم په لاسلیک له روغتون ایستل کېږي.

عبدالحکیم، چې اږده چپن یې په اوږو او سپینه لونګۍ وهي وايي، په تیرو شاوخوا څلو کلونو کې یې له ۲۵۰ ډیر جسدونه خپلو کورنیو ته سپارلي، چې یوازې ۱۲۷ مړي پکې د وسله والو طالبانو و.

اوس نو د ملک کاکو دنده، چې د سرې میاشتې رضاکار هم دی، یوازې په دې بدله شوې، چې د طالبانو او حکومتي کسانو مړي خپلو کورنیو ورسوي. دی وايي، داسې ورځ یې هم لیدلې، چې په یوه ورځ یې څوارلس مړي له روغتونه باسلي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملک کاکو وايي چې د طالبانو، حکومتي کسانو او ان د بهرنیانو مړي یو پرې سپاري.

که له یوه پلوه عبدالحکیم طالب کورنیو ته دهغوی د وژل شوو غړو د جسدونو په لیږد کې مرسته کوي، خو له بله اړخه خپله د ښاغلي حکیم کورنۍ هم مرګونې څپې وهلې ده. د ملک کاکو دوه زلمي زامن طالبانو ور وژلي دي:

''موږ په لویه ویاله کې پراته و، یو مې زوی او بل زوم وو، زوم مې له زامنو سره شاولي کوټ ته د اوبو ټانکر بېوه، پر لار طالبانو ونیول او ویې وژل، مړي یې نه راکول، له امر وروسته مې په ۱۴ ورځ مړي وموندل او خاورو ته مې وسپارل.''

ښاغلي حکیم وايي، ده ته دا مانا نه لري، چې مړی د چا دی، خو د اسلام له پلوه د هر مړي مناسب دفن کول، اړین بولي.

دی دارنګه وايي، چې نه هم حکومت او نه هم طالبان د دغه کار په بدل کې پسې ورکوي، خو په ټوله کې دی د ځان لپاره د مړو دفن کول او یایې خپلو کورنیو ته سپارل ثواب ګڼي.

ښايي د افغانستان په تیرو درې نیمو لسیزو جنګ جګړو کې د ملک کاکو په څېر لس ګونه او آن سلګونه کیسې وي، چې دقلم له څوک نه دي تېري شوې.

ورته مطالب