د بي بي سي نړيوالو خپرونو اتيايمې کليزې ځانگړى ستاسې غږ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بي بي سي لومړنۍ خپرونې په ١٩٣٢ کې پيل او بيا د نړيوالې جگړې پر مهال لاپسې پراخې شوې.

دا اونۍ د بي بي سي نړیوالو خپرونو اتيايمه کليزه لمانځل کېږي. په دې مناسبت دفبرورۍ په ٢٩(چارشنبه) د بي بي سي په ټولو خپرونو کې ټوله ورځ ځانگړې خپرونې په پام کې نيول شوي دي.

بي بي سي په ١٩٣٢ ميلادي کال کې خپلې نړيوالې خپرونې په انګرېزۍ ژبه پيل کړې.

د وخت تېرېدو سره د بي بي سي نړيوالې خپرونې هم پراخه شوې او په لسگونو ژبو یې خپرونې کړي دي.

اوس دا شمېره ٢٨ ته راټيټه شوې چې ډېرې خپرونې يې پر انټرنېت دي.

په بي بي سي کې د پښتو خپرونه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له تېري څو کاله وروسته په ١٩٨١ کال کې شروع شوه او د ١٩٩٦ کال څخه يې په محدوده کچه د پښتو ويب پاڼه هم پيل شوه.

د ٢٠١٠ کال د مارچ له مياشتې راهيسته د بي بي سي پښتو ويبپاڼه لا پراخه شوه.

د بي بي سي د ټولو خپرونو د اتايمې کاليزې په مناسبت د چارشنبې په ورځ(٢٩ فرورۍ) ځانگړي ستاسې غږ کې په دې غږېږو چې ايا اوس هم نړۍ نړيوالو خپرونو ته اړتيا لري او د څه لپاره؟

خپرونې بايد په کومو موضوع گانو وي او د چا نظرونه او غږونه بايد خپاره شي؟ دغه راز په دې هم خپل نظرونه رالېږلى شئ چې کوم ارزښتونه او نظرونه زمونږ ټولو ترمنځ شريک دي

Image caption بي بي سي پښتو په ١٩٨١ کال کې خپلې خپرونې پيل کړې وې

او ايا دا زمونږ د اورېدونکو هغو سره ورته والى لري؟ خپل نظرونه

Pashto@bbc.co.uk

رولېږئ. ستاسې نظرونه به د چارشنبې د ورځې په ماښامنۍ خپرونې کې ځانگړي ستاسې غږ کې خپريږي.

دا خپرونه به د پنج شنبې په ورځ اونيز ستاسې غږ کې هم څيړل کيږي. د پنج شنبې د ورځې پروگرام کې د برخې اخيستو لپاره په

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

زنگ راووهئ يا هم په

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

خپل ايس ايم ايس پيغامونه راولېږئ

ورته مطالب