په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فوزیه کوفي: نړیوالو ته د افغان ښځو اصلي څېره ښودل غواړم

(( Letters to my daughters یا خپلو لوڼو ته زما ليکونه)) دا دهغه کتاب نوم دى چې په دې وروستيو کې د يوې افغانې سياستوالې له خوا د نړۍ په څو ژبو خپور شوى دى.

د کتاب ليکواله فوزيه کوفي ده چې اوس مهال د بدخشان له ولايته په ولسي جرگه کې د خلکو استازيتوب کوي.

هغه وايي د دغه کتاب له خپرولو يې موخه دا وه چې نړيوالو ته د افغانو مېرمنو اصلي څېره وښيي او دا هم هغوى ته ور ياده کړي چې افغانان يوازې د جگړې په ډگر کې پياوړي نه دي بلکې د هغې له نظره افغانان که نارينه دي او که ښځينه ډېر لرغونى فرهنگ او تاريخ لري او تل يې د مدني ارزښتونو سره هم مهاله گاتم پورته کړى.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچى له اغلې کوفي سره د اوونۍ په ځانگړې مرکه کې لومړى د هغې د سياسي هلو ځلو د پيل په اړه پوښتنه کړې.