ناټو: افغانستان کې خپل هدف مه ورکوﺉ

راسموسن د انځور حقوق
Image caption راسموسن:''د افغانستان په جګړه کې د ناټو هر غړی هېواد بېلې ګټې لري.''

د ناټو دټلوالې مشر اندرس فو راسموسن د امريکا د جنګي ملګرو په غونډه کې په افغانستان کې د لوېديځ د لښکرو پر ضد د لاريونونو او جګړې وجدل په ختمولو کې دخپلو ټولو لښکرو مرسته وستایله.

ده د افغانستان د جنګ امريکايي قومندان جان الن دا کار هم خورا وستايه چې دده په قول بيداري يې ښکاره کړه په تېره په هغه وخت کې چې دکورنيو چارو په وزارت کې دوه امريکايي مشاورين ووژل شول.

اندرس فو راسموسن خپلو ملګرو ته ويل چې بايد په افغانستان خپل مقصد راڅخه ورک نه شي او هغه دا افغانستان د ټيکاو لپاره هڅې وشي.

ويل يې پر سر ددې چې په بګرام کې د امريکايانو په لاس د مسلمانانو د کتاب سوځولو کيسه خرابه کړې، خو پر موږ تړلې ده چې مخ به يې راګرځوو.

د افغانستان د جګړې پر مهمتوب يې ټينګار کاوه ويل يې موږ په دې جنګ کې ځکه په ملګرتيا جنګېږو چې د ناټو د غړو يو يو هېواد خپله ګټه پکې لري.

د ناټو سرمنشي دا خبرې په دې هم کولې چې د پسرلي په پای کې د ناټو ټول جنګي ملګري د امريکا د شيکاګو په ښار کې هغه لويې غونډې ته راځي چې په ظاهره د افغانستان له جنګه د راپرشا کېدلو پر تګلار خبرې پکې کېږي.

د لوېديځ څېړونکو په ګومان په دا لس کاله يې نه طالبان مات کړل او نه يې د کرزي رژيم دومره غښتلی کړ چې تر عهدې يې ووځي.

که څه هم د دوی په ګومان د کابل د سرکار امنيتي ځواکونه تر پخوا ښه شوي، خو اوس يې هم په وړتيا زړه نه تړل کېږي.

پرسر ددې چې اندرس فو راسموسن يې وړتيا وستايله.

امريکايي سرکارخو په ظاهره ويلي چې د مشاورينو مرګ د دوی په تګلار کې د يوې خاشې تغییر نه دی راوستلی خو لوېديځ څېړونکي يې اوس داسي ګڼي چې په ټول افغانستان کې روان اړ ودوړاو د کورنيو چارو په وزارت کې د ننه د دوو امريکايي مشاورينو قتل کېده د امريکا او ناټو جنګي تګلار څه ناڅه سره لړزولې ده.

د دوی په ګومان په وارو وارو د امنيتي ځواکونو په دريشۍ کې پر روزونکو بهرنيانو د بريدونوله لاسه روزنيز بهير نور هم بې خونده کړی دی.

ورته مطالب