م.م: کندز کې برید کوونکي ځینو خواوو راپارولي وو

Image caption د قرآنکریم د سوځولو په اعتراض کې په لسگونو افغان لاريونکوونکي ووژل شول.

ملګري ملتونه وايي تېره اوونۍ په کندز ولایت کې ددوی پر دفتر برید کوونکي، ځینو خواوو راپارولي وو.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش وويل د سوله ایزو لاریون کوونکو ترمنځ داسې کسان هم وو چې تاوتریخوالي ته یې لمن وهله او کندز ولایت کې د دوی پر دفتر برید د سولې او ثبات د دښمنانو کار وباله .

تېره اونۍ په کندز کې لاریون کوونکو، د امریکاييانو په یوې اډې کې د قرآنکریم د سوځولو په اعتراض کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید وکړ، چې په غبرګون کې یې یوناما هم خپل کارکوونکي له کندزه وایستل.

ښاغلي یان کوبیش په کابل کې خبریالانو ته وویل د سوله ایزو لاریون کوونکو ترمنځ داسې کسان هم وو چې تاوتریخوالي ته یې لمن وهله. خو پر دې ټینګار کوي چې ملګري ملتونه به له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ټینګ ولاړ وي.

ښاغلي کوبيش زياته کړه چې دا د هغو کسانو ګناه نه وه چې په لاریونونو کې یې ګډون کړی وو، بلکې هغه کسان پکې ګرم دي چې دوی یې له تاوتریخوالي ډکو کړنو ته هڅولي. تر برید وروسته موږ تصمیم ونیو چې له کندز ولایت څخه خپل کارکوونکي د لنډې مودې لپاره وباسو، خو په کندز کې لا هم د یوناما دفتر پرانیستی دی.موږ کندز نه پرېږدو، موږ نه غواړ چې له افغانستان څخه ووځو، آن که د افغانستان د خلکو او سولې دښمنان پر موږ بریدونه هم وکړي.

ښاغلي کوبیش وايي د کندز د پېښې په اړه به څېړنې وکړي، چې روښانه شي، ولې خلکو د ملګرو ملتونو پر دفتر برید وکړ. هغه ژمنه وکړه چې د حالاتو په ښه کېدو سره به د یوناما کارکوونکي بېرته کندز ته ستانه شي.

د سولې خبرې

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان پاکستان او ایران ترمنځ درې اړخیزه خبرې اغېزمنې وبللې، خو زیاتوي ملګري ملتونه هڅه کوي ډاډه شي چې لس کلنې هڅې به په اوبو نه لاهو کیږي.

ښاغلي کوبيش وويل یوناما به د سولې بهیر له نژدې وڅاري چې د ښځو د حقونو په ګډون نور حقونه او ارزښتونه په منفي توګه اغېزمن نه شي. موږ له دې بهیره ملاتړ کوو موږ د تېر په پرتله دې بهیر ته ډېره تیاري لرو.

ښاغلي کوبیش ټینګار کوي چې دا بهیر باید په بشپړه توګه افغاني وي، او خبر داری یې ورکړ هر راز خبرې چې مشري یې د افغنانو په لاس کې نه وي له ناکامۍ سره به مخ شي.

ملګرو ملتونو په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په سیاسي بدلونونو کې مهم رول لرلی دی.