''په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي''

د افغانستان بانک
Image caption په تېرو لسو کلونو کې لسګونه میلیونه ډالره د افغانستان د بیارغونې په نوم د بېلابېلو هېوادونو له خوا مرسته شوي.

د افغانستان بانک وايي په تېرو څو کلونو کې له افغانستان څخه نژدې پنځه میلیارده ډالره نغدې پیسې بهر ایستل شوي دي.

ددې بانک د چارواکو په وینا، یوازې په تېر یوه کال کې د کابل له هوايي ډګر او نورو بندرونو شاوخوا دوه میلیارده ډالره بهر ایستل شوي دي، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړ شوې.

د افغانستان بانک ددې ستونزې د مخنیوي لپاره په وروستیو کې یوه پرېکړه کړې چې له مخې هېڅوک نه شي کولای تر شل زرو ډالرو ډېرې نغدې پیسې له ځان سره بهر ته ولېږدوي.

د افغانستان بانک وايي په وروستیو څو کلونو کې بهر ته د میلیاردونو ډالرو لېږدولو د دغو پېسو د حساب او شفافیت په اړه اندېښنې راپارولې دي.

ددې بانک د جارواکو په وینا یوازې په تېر یوه کال کې د کابل له هوايي ډګر او نورو بندرونو شاوخوا دوه میلیارده ډالره بهر ایستل شوي دي، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړ شوې.

د افغانستان بانک مشر نور الله دلاوري وايي په وروستیو څو کلونو کې نژدې پنځه میلیارده ډالره له افغانستان څخه بهر وېستل شوي دي:

''په تېر یوه کال کې د هغو پیسو اندازه چې بهر ته لېږدول شوې، له دوه برابره ډېره ده، دغه اندازه له ۷۷۷ میلیونو څخه اتلس سوه میلیونو ډالرو ته لوړه شوې. چې زموږ اندېښنې یې راوپارولې.

په ټولېزه توګه هغه پیسې چې له افغانستان څخه په تېرو څو کلونو کې ایستل شوي څلور اعشاریه شپږ میلیارده ډالره کېږي''.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا پېسې په څه موخه او د چا له خوا بهر ایستل شوي دي. خو ښاغلی دلاوري وايي د پیسو د لېږد د مخنیوي په موخه افغانستان بانک د وزیرانو شورا په تایید سره، پرېکړه شوې هیڅوک نه شي کولای چې تر شل زرو ډالرو چې له یو میلیون افغانیو سره برابریږي نغدې پېسې بهر ته ولېږدوي:

''موږ ته معلومه نه ده چې دا پیسې له کومه ځایه راځي او چېرې ځي. په هوايي ډګر ددغو پیسو راپور برابرول ممکن نه وو، نو اوس پرېکړه شوې چې یو کس کولای شي له هوايي ډګره او نورو بندرونو څخه یواځې شل زره ډالره بهر وباسي. تر هغه ډېرې پیسې باید د بانکونو له لارې ولېږدول شي، چې په هغه حالت کې موږ پوهېږو دا پیسې د چا وې، چېرې، او څه وخت ولېږدول شوې''.

په تېرو لسو کلونو کې لسګونه میلیونه ډالره د افغانستان د بیارغونې په نوم د بېلابېلو هېوادونو له خوا مرسته شوي دي.

د انځور حقوق b
Image caption دلاوري: ''له افغانستانه په تېرو څو کلونو کې څلور اعشاریه شپږ میلیارده ډالره ایستل شوي''.

پر افغان حکومت هم د خلکو او هم د نړیوالې ټولنې له خوا تور لګول کیږي چې ددغو پیسو په حساب ورکولو کې له روڼوالي یې کار نه دی اخیستی.

د افغان حکومت تر څنګ پر مرسته کوونکو هېوادونو هم تور لګول کیږي چې ددغو پیسو په بې ځایه لګولو کې یې لاس درلود.

ویل کېږي د دغو پیسو یوه برخه د میلیونو ډالرو په تړونونو کې خوړل شوي او یوه بله برخه یې د ځینو دولتي چارواکو، زورواکانو او نورو کسانو جیبونو ته لوېدلې دي.

د نړیوالې ټولنې د مرستو تر څنګ په تېرو لسو کلونو کې د مخدره موادو قاچاق هم د مخدره موادو د مافیا لپاره ښه عایداتي سرچینه بلل کېده، چې له دې درکه هم د ځینو کسانو له خوا میلیاردونه ډالره له افغانستان څخه بهر لېږدول شوي دي.

ورته مطالب