افغان وېبپاڼې د سیمې د هکرانو له ګواښ لاندې دي

محمد زبیر ورسجي د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption محمد زبیر ورسجي: ''نه یوازې د افغانستان د وېبپاڼو، په ځانګړې توګه د حکومتي وېبپاڼو د هک کېدو امکان شته، بلکې مخکې هم هک شوې دي او ځینې هکرانو یې خبر خپور کړی دی.''

افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې د کمپیوټر او انټرنېټ کارونه په کې په چټکۍ سره پراختیا مومي.

انټرنېټ دا مهال ددې هېواد د شاوخوا دوه میلیونه وګړو د ورځنیو اړتیاو یوه برخه ګرځېدلې ده.

دا مهال زیات شمېر حکومتي ادارې پر داسې کمپیوټرونو سمبالې دي، چې ډېری یې له انټرنېټ سره تړلي دي.

دا هغه څه دي، چې افغان حکومت یې په هېواد کې د برېښنايي حکومت ولۍ د رامنځته کولو او په تېرو لسو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې په توګه یادوي.

پر همدې مهال، ددې سیستمونو د خوندیتوب او مالوماتو ته د نورو د نه لاسري په هکله یو شمېر اندېښنې هم موجودې دي.

یو شمېر کارپوهان په دې اند دي، که څه هم په افغان حکومت کې د مالوماتي ټیکنالوژۍ پراختیا ته ډېره پاملرنه شته، خو په وینا يې دې برخه ته د متوجه خطرونو په اړه پاملرنه کمه ده.

ښايي همدا علت وي چې د ځينوس کارپوهانو په وینا د افغانستان برېښنايي حکومت ولۍ ماتېدونکې او له جدي ګواښ سره مخامخ ده.

د انځور حقوق
Image caption افغانستان د انټرنېټي ترافیک لپاره د سکن او فیلټر هېڅ سیستم نه لري.

محمد زبیر ورسجي د معلوماتي تیکنالوژۍ د برخې یو کارپوه دی:

''افغانستان کې داسې مخابراتي سیستم نشته، چې افغانستان ته راتلونکي ترافیک او تلونکي معلومات سکن او فیلټر شي.''

په افغانستان کې به د ګوتو په شمېر داسې وزارتونه او لويې حکومتي ادارې وي، چې د خپلو اړوندو مالوماتو د خپرولو او داسې نورو موخو لپاره یې د وېبپاڼو جوړولو ته مخه نه وي کړې.

هک

د بېلګې په توګه، د لوړو زده کړو وزارت هر کال د لسګونو زرو زده کوونکو او د ټاکنو کمیسیون د سلګونو کاندیدانو پايلې پر خپلو وېبپاڼو خپروي او خلکو ته هم د منلو وړ وي، خو ښايي افغان چارواکو ته دا ډېر ناوړه خبر وي، چې د ښاغلي ورسجي په وینا دغه وېبسایټونه له دې امله چې د مالوماتي ټیکنالوژۍ اړوندو سیستمونو ته ښه پاملرنه نه کیږي په ډېرې اسانۍ سره هک کېدای او په مالوماتو کې یې بدلون راوستل کېدای شي:

''نه یوازې د افغانستان د وېبپاڼو، په ځانګړې توګه د حکومتي وېبپاڼو د هک کېدو امکان شته، بلکې مخکې هم هک شوې دي او ځینې هکرانو یې خبر خپور کړی دی. د بېلګې په توګه، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خبري څانګې وېبپاڼه هک شوې وه، کله چې هکران له یو بل سره غږېږي، دا بېلګه وړاندې کوي، چې موږ په دې ډول د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وېبپاڼې ته ننوتو. په حقیقت کې د افغانستان وېبپاڼې د سیمې د هېوادونو د هکرانو د تمرین لپاره یوځای دی.''

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت نه یوازې دا، چې دغه اندېښنې پر ځای بولي بلکې په دې تړاو لا ټکان ورکوونکې خبرې کوي.

د وزارت د معلوماتي ټیکنالوژۍ د برخې مشر ایمل مرجان دې اندېښنو ته په کتو یو شمېر بېلګې هم یادوي:

''ډېرو ډلو هڅې کړې، چې افغانستان کې موجودې وېبپاڼې هک کړي، په تېرو څو کلونو کې د اکبر مؤسې، د مرکزي بانک، یا د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼې هک شوې دي. همدا وه چې تېر کال مو پرېکړه وکړه چې دولتي وېبپاڼې له هکرانو خوندي او په خاص ځای کې وساتلې شي.''

د چاراکو په وینا، د دغو برېښنايي ګواښونو د مخنیوي په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت له تېر یوه کال راهيسې د معلوماتو یو ملي مرکز جوړ کړی، چې پر مټ یې ټولې رسمي وېبپاڼې په یوه سیستم کې خوندي شوې دي.

ښاغلی مرجان وايي، چې په دې سره حکومتي وېبپاڼې خوندي دي او هکران يې نه شي ماتولای، خو آیا د ښاغلي مرجان ډاډ په ریښتیا هم د ډاډ وړ دی؟

ددې خبرې د سپيناوي لپاره دداسې چا په لټه کې شوم، چې د وېبپاڼو په ماتولو کې مهارت لري.

له څو ورځنيو هڅو وروسته مې د مالوماتي ټیکنالوژۍ له یوه متخصص ځوان سره اړیکي ټینګ شول او غوښتنه مې ترې وکړه، چې د دې ستونزې په هکله مالومات راکړي؟

نوموړي څه وخت وروسته د داسې دوو وېبپاڼو چې یوه يې حکومتي او بله يې هم د یوې موسسې وېبپاڼه وه، د هک کولو خبره راته وکړه.

د انځور حقوق
Image caption اسرار کریمزی: ''بیا له پاکستان څخه سافټویرونه راځي. له دواړو هېوادونو راتلونکي سي ډي ګانې ٪۹۹ په وایروسونو ککړې وي.''

یادو وېبپاڼو ته په تللو مې وکتل، چې د اړوندو مالوماتو ترڅنګ د (مهرباني وکړئ وړاندې تر دې، چې بل څوک مو پر مالوماتو لوبې وکړي، خپله وېبپاڼه خوندي کړۍ) جمله وکتله.

یاده جمله د هغه چا لخوا ډېره شوې وه، چې په وینايې دغه وېبسایټونه یې هک کړي و.

د رسمي وېبپاڼو د هک کېدو ستونزه په نورو هېوادونو کې هم شته، چې ډېر وخت یې سیال هیوادونه مسوولیت پر یو بل ور اچوي.

په افغانستان کې هم ورته کیسه ده. په دې هېواد کې هم د رسمي وېبسایټونو د ماتولو د مسوولیت ګوته تر ډېره ګاونډیو هیوادونو ته نیول کېږي، هغه هېوادونه چې افغان مشرتابه یې خپل دوستان ګڼي.

د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټیکنالوژۍ مشر ایمل مرجان:

''په تېرو څو قضیو کې وموندل شوه، چې د ګاونډيو هېوادونو شبکو د هک کولو هڅې کړې دي. اوس هم د افغانستان د یو شمېر حکومتي او نورو ادارو د وېبپاڼو د هک کولو یا بندولو هڅې روانې دي.''

په افغانستان کې د برېښنايي حکومت ولۍ او پټو معلوماتو پر وړاندې له شته ګواښونو سره مبارزه او د معلوماتو مصونیت هم هومره اسانه نه دی.

له انټرنېټي بریدونو وراخوا د ادارو په کمپیوټري سیستم کې د کاپي شویو او ناقانونه سافټویرونو کارول هم کولای شي، پټو مالوماتو ته لاسرسی اسانه کړي.

اوپن سورس

د افغانستان د اوپن سورس ادارې مشر اسرار احمد کریمزی، چې په سافټویرونو کې اوږده تجربه لري، له دې برخې د را پورته کېدونکو ستونزو شونتیا ته داسې اشاره کوي:

''همدا اوس زه دا وېره لرم، چې زموږ د ګڼو حکومتي ادارو معلومات به ایران او پاکستان ترلاسه کړي وي؛ ځکه موږ وینو چې هغوی داسې سافټویرونه رالېږي، چې زموږ په دولتي ادارو کې کارول کېږي. دا یو لوی خطر دی. افغانستان ته لومړی له ایران او بیا له پاکستان څخه سافټویرونه راځي. له دواړو هېوادونو راتلونکي سي ډي ګانې ٪۹۹ په وایروسونو ککړې وي. دا ویروسونه او سافټویرونه چې په هر کمپیوټر کې انسټال شي، دوی لاسرسی ورته پیدا کولی شي. د پردې ترشا همدغه وایروس د کمپیوټر ټول معلومات هغه چا ته رسوي، چې دغه وایروس یې جوړ کړی او راستولی دی.''

اوس داسې هڅې روانې دي، چې د اوپن سورس د سافټویرونو پر مټ د کاپي شویو او دویم لاس سافټویرونو د کارونې مخه ونیول شي.

دا مهال ډېری افغان حکومتي ادارې له همدا ډول کاپي شویو سافټویرونو استفاده کوي چې یو هم د افغانستان د ماليې وزارت دی.

ددغه وزارت د ټیکنالوژۍ او معلوماتو برخې مشر ذبیح الله بارکزی د وزارت مالوماتو ته د ځینو ګاونډیو هېوادونو د لاسرسي د هڅو خبره کوي:

''پنځه کاله مخکې، ایران یو سافټویر د مرستې په توګه ډالۍ کړی وو، تر یوه کاله یې موږ ته د ارشیف سیستم جوړ کړ، بیا یې له موږ وغوښتل چې موږ خپله امنیتي برخه دوی ته پرانیستې پرېږدو چې دوی یې له ایران څخه انلاین ملاتړ وکړي. دا یو لوی ګواښ و، ځکه چې دوی زموږ ټول امنیتي سیستم ته لاسرسی پیدا کولی شوای. همدا وو چې موږ ددوی دا غوښتنه رد کړه او دوی هم خپله پروژه نیمګړې پرېښوده.''

د انځور حقوق
Image caption ایمل مرجان: ''په تېرو څو قضیو کې وموندل شوه، چې د ګاونډيو هېوادونو شبکو د هک کولو هڅې کړې دي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د مخابراتي او معلوماتي ټیکنالوژۍ له مشر ایمل مرجان نه مې د دا ډول ننګونو پایلې وپوښتلې:

له یادو اندېښنو سره سره افغان چارواکي وايي، چې د دغه شان انټرنېټي بریدونو د مخنیوي هڅې کوي.

په دې تړاو د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، چې د راتلونکي لمریز کال په پیل کې به د مالوماتو د ساتنې یا امنیت اداره رامنځته کړي.

د دې ترڅنګ، په انټرنېټ د پوهو یو شمېر افغان ځوانانو یوې ډلې چې ځانونه افغان انټرنېټي مبارزین بولي او ادعا لري چې د سيمې له هکرانو سره مبارزه کولی شي، هم کار پیل کړی دی.

د دغې ډلې شعار د افغاستان د مالوماتو ساتنه ده، خو اوس پوښتنه دا ده چې آیا افغان حکومت به وکړای شي، چې د دغو ځوانانو له ځواک او انرژۍ کار واخلي؟

ورته مطالب