افغانستان کې د 'انټرنېټي جرمونو' اندېښنې په ډېرېدو دي

د ''سایبر کرایم'' یا انټرنېټي جرم د انځور حقوق Reuters
Image caption د ''سایبر کرایم'' یا انټرنېټي جرم اصطلاح په افغانستان کې لاډېره نه ده دود شوې.

سایبر کرایم یا انټرنېټي جرم که څه هم په افغانستان کې یوه نوې اصطلاح ده، خو په دغه هېواد کې د انټرنېټ له چټکې ودې سره سم دغه اصطلاح هم ورځ تر بلې عامېږي.

په دغه هېواد کې د انټرنېټ پر مټ د نورو خدمتونو ترڅنګ آنلاین بانکي خدمتونه هم په پراخېدو دي.

له همدې امله د نورې نړۍ په څېر، په افغانستان کې هم بانکي انټرنېټي خدمات له یو شمېر ګواښونو سره مخامخ دي.

که څه هم ښايي په افغانستان کې د انټرنېټي کرایم یا انټرنېټي جرم اصطلاح کمه اورېدل شوې وي، خو داسې هم نه ده چې دغه شان پېښې دې نه وي په کې شوې.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د مالوماتي ټیکنالوژۍ د څانګې مشر ایمل مرجان د دا ډول لسګونو پېښو پخلی کوي:

''په تېرو کلو کې له موږ سره د انټرنېټ جرایم په مختلف ډول ثبت شوي دي چې موږ رسیدګي ورته کړې ده. ساده مثال يې د يو کس د ایمیل پاسورډ نه نيولې تر بانکي حسابونو کې لاس وهلو پورې دي.''

داسې انګېرنې هم شته، چې په افغانستان کې به د انټرنېټي جرمونو پېښې سلګونو ته رسېږي، ځکه چې په دې برخه کې کومه مشخصه اداره نشته چې د یادو پېښو کره شمېره دې وړاندې کړي.

له بانکونو ور هاخوا، په افغانستان کې د بیارغونې او لوژیستیک د برخې شرکتونه هم د ډېرو پيسو ګټونکي بلل کېږي، نو ځکه د ښاغلي مرجان په وینا، انټرنېټي جرمونو دغه شان ادارو ته هم لار موندلې ده:

''موږ ته د اشخاصو قضيې راغلې دي، د بانکو او د مخابراتي شرکتونو د مالي سانګو قضيې راغلې دي او دغه قضيې طبعاً ورځ په ورځ زیاتېدلی هم شي.''

د انځور حقوق
Image caption ایمل مرجان: ''په تېرو کلو کې له موږ سره د انټرنېټ جرایم په مختلف ډول ثبت شوي چې موږ رسیدګي ورته کړې ده.''

د معلوماتي ټیکنالوژۍ د چارو پوهان وايي په نورې نړۍ کې انټرنېټي جرمونه تر ډېره عادي دي، خو انټرنېټي مجرمان په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله په ډېر جرأت سره فعالیت کوي.

د هغوی په وینا، هغه شرکتونه چې په افغانستان کې انترنېټي خدمتونه وړاندې کوي، آی پي ادرسونه یې له دې هېواده بهر دي، ځکه خو د دوی په اند د هغوو خلکو موندل چې د بل هېواد له اي پي نه ګټه پورته کوي ستونزمن کار دی.

''په افغانستان کې ځينې ادارې شته چې د بېلابېلو هېوادونو انټرڼېټ کاروي. کله چې دوی ا یمیل لېږي، نو مقابل لوری چې ګوري نو له امنیتي پلوه ورته ښکاري چې برېښناليک یې د هانګ کانګ یا جرمني څخه ورته رسېدلی. يعنې د کنټرول یوه نقطه نه لري. دا د هکرانو لپاره ښه دی. ځکه چې ځای د بدلېدو وړ دی. د بېلګې په ډول له يو انټرڼېټ څخه يو برېښناليک استوي نو داسې ښکاري چې ایميل د هانګ کانګ څخه لېږل شوی.''

ATM – د صرافۍ اتومات ماشین

په افغانستان کې د صرافۍ د اتومات ماشینونو یا ای ټي ام کارونه مخ په ډېرېدو ده.

په دې هیواد کې ځينې خصوصي او حکومتي بانکونه خپلو پېرودنکو یا مشتریانو ته اي ټي ایم،ډبیټ کارټ، ویزه کارت او یا هم ماسټر کارتونه ورکوي، خو لکه څنګه چې په نورو هېوادونو کې د یادو کارتونو کاروونکو ته څومره لارښونې او سپارښتنې کېږي، په افغانستان کې دغې موضوع ته هومره پام نه دی شوی.

د اې ټي ایم یو شمېر افغان کاروونکي، نجیب د کابل اوسیدونکی:

''موږ چې کله د بانک کارت واخسیت، څه نه دي راته ویل شوي چې څنګه یې وساتو، يوازې په دې پوهېږو چې څنګه ترې استفاده وکړو. باید بانکونه موږ ته د بانکې کارتونو حساسیت تشریح کړی وای چې دا کارت څنګه وساتو تر څو نور کسان ترې ګټه وانخلي.''

عاصم د کابل اوسېدونکی:

''کله چې بانک ماته کارت راکړ، هېڅ یې راته ونه ویل، یوازې دومره یې وويل چې ته کولی شې دې کارت نه استفاده وکړې. نور د کارت د حفاظت په اړه یې څه نه دي راته ويلي.''

د دغو ښاریانو څرګندونو ته په کتو، یوه لویه ستونزه چې انټرنېټي جرمونو ته لار پرانېزي، د انټرنېټي خدمتونو د سیسټم نه پیاوړي کولو او خوندي کولو ته د مالي ادارو او بانکونو کمه او یا نه پاملرنه بلل کېږي.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي چې د انټرنېټي جرایمو د مخنيوي لپاره کلک تدابیر په پام کې لري.

دا هغه ستونزه ده چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت يې هم مني.

د دغه وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې مشر ایمل مرجان:

خو د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري وايي د بانکي خدمتونو د پیاوړي کولو او خوندي کولو پلانونه په پام کې لري او خصوصي بانکونو ته یې هم لارښوونه کړې چې د نړۍ له بانکي سیسټمونو سره ځان برابر کړي:

''هغه سیستم چې موږ یې باید په نړیوالو معیارونو برابر کړو، هغه تلګرافي وسایل دي، مثلاً د سوېفټ سیستم چې ټول نړیوال بانکونه له هغه سیستم سره تړلي دي او یو خوندي سیستم دی.

هغه پیسې چې موږ یا یې بانکونه لېږدوي، د همدغه خوندي سیستم له لارې استول کېږي، نه دا چې زموږ له یوه کورني بانک څخه یې یوه بهرني بانک ته ولېږدوي.''

دغو ستونزو او ننګونو ته په کتو انګیرل کېږي، چې ښايي تر راتلونکو څو کلونو انټرنېټي کرایم یا انټرنېټي جرمونه په افغانستان کې د یوې لويې ستونزې په توګه را دبره شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي ددې ستونزې د مخنیوي لپاره یې یو لړ پلانونه ترلاس لاندې لري، چې د کمپوټرونو د چټک غبرګون د ډلې، د سایبر یا انټرنېټ د قانون او د انټرنېټ د پولیسو د جوړولو هڅې په کې شاملېږي.

ورته مطالب