کرزی: له ولسي جرګې مننه چې ۹ وزیران یې تایید کړل

ولسي جرګه د انځور حقوق
Image caption په دغو وزیرانو کې اووه کسان مخکني سرپرست وزیران دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ددغه هېواد له ولسي جرګې مننه وکړه چې دده نهو تنو نوماندو وزيرانو ته يې د باور رايه ورکړه.

ولسمشر ويلي د ولسي جرگې دا گام ستايي چې د هېواد د پلو قوانينو په رڼا کې يې خپله دنده تر سره کړه.

ولسي استازو ته د استول شوو وزيرانو په ډله کې ډېرى هغه کسان وو، چې له يوې مودې راهيسې يې د سرپرستو وزيرانو په توګه کار کړی او يا هم داسې کسان دي، چې د ولسي جرګې د تېرې دورې استازو د باور رايه نه وه ورکړې.

مخکنی راپور

د افغانستان ولسي جرګې د حکومت له لوري نهو واړو وړاندیز شوو نوماند وزیرانو ته مثبت رایې ورکړې.

ولسي استازو ته د استول شوو وزیرانو په ډله کې ډېره برخه هغه کسان دي، چې له ډیر مودې راهیسې یې د سرپرست وزیرانو په توګه کار کړی او یا هم داسې کسان دي، چې د ولسي جرګې د تیرې دورې استازو د باور رایه نه ده ورکړې.

له شاوخوا دوه کلن ځنډ وروسته افغان حکومت دخپلې کابینې د پشپړولو لپاره نهه نوماند وزیران ولسي جرګې ته د تایید لپاره واستول.

په جرګه کې د وکیلانو د رای اچونې پرمهال ۲۴۰ وکیلان موجود و.

څو ورځې وړاندې ولسي جرګې د خپلو داخلي اصولو هغه ماده تعدیل کړه، چې یو ځل رد شوی وزیر به بیا هماغه پوست ته نه شوای کاندیدېدلی.

په دې سره کاندید شوو او سرپرستو وزیرانو ته د بریالیتوب لا ډېر فرصت پیدا شو.

د افغانستان د ولسمشر له لوري په معرفي شوو نهو کانديد وزيرانو کې اووه داسې کسان دي چې د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې له لوري رد شوي و.

دغو اووو کسانو له هماغه وخت راهيسې د سرپرست وزيرانو په توګه کار کاوه.

د جرګې کرۍ غونډه ددغو نوماندو وزيرانو لپاره پر رایو اچولو تېره شوه.

نهه وزیران:
۱- امیرزی سنګین: د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت ته کاندید- ۱۹۰ رایې تایید، ۲۷ رد،۱۱ سپینې، ۴ باطلې،
۲- ثریا دلیل: د عامې روغتیا وزارت ته کاندیده: ۱۹۹ رایې تایید، ۲۸ رد، ۱۰ سپینې ۶ باطلې،
۳- حسن بانو غضنفر: د ښځو چارو وزارت ته کاندیده- ۱۹۱ رایې تایید،، ۳۳ رد، ۱۳ سپینې او ۳ رد،
۴- حسن عبداللهي: د ښاري پراختیا وزارت ته کاندید - ۲۰۷ رایې تایید، ۲۲ رد، ۷ سپنې ۳ او باطلې،
۵- داود علي نجفي: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته کاندید - ۱۷۹ رایې تایید، ۴۱ رد، ۱۷ سپینې او ۵ رد،
۶- عبید الله عبید: د لوړو زده کړو وزارت ته کاندید- ۱۹۹ رایې تایید، ۲۳ رد، ۱۳ سپینې،او ۴ باطلې،
۷- محمد اسمعیل: د اوبو او برېښنا وزارت ته کاندید- ۱۷۵ رایې تایید، ۳۵ رد.
۸- نجیب الله اوژن:۹- ویس احمد برمک: د فواید عامې وزارت ته کاندید -د کلیو او پراختیا وزارت ته کاندید- ۱۰۷ رایې تایید، ۱۷ رد، ۱۲ سپینې او ۴ باطلې،۲۱۲ تایید، ۹ رد، ۹ سپینې او پنځه باطلې.

ورته مطالب