په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پيلوځی: اوسکار جایزې وویشل شوې

په دې اوونۍ کې د امریکا کې د سینما په برخه کې کلنۍ جایزې (اوسکار) وویشل شوې.

د ارتیست یا هنرمند په نوم فرانسوي فلم لومړنۍ ځای ونیو چې ۸۳ کاله وروسته یې د تور او سپین فلم په توګه چې ګونګ دی دا لوړه جایزه وګټله.

د ایران فلم چې جدایی نومیږي او د مخونه خوندي وساتۍ په نوم پاکستاني مستند فلم هم په ګټونکو کې راغلل. خو افغانستان ته لا اوږده لاره په مخکې ده، د افغان سینما ګرانو په مخ کې کومې ستونزې دي؟ داسې ورځ به هم راشي چې افغان فلم د هالیووډ جایزه وګټي؟

دا او نورې پوښتنې مې د پیلوځي په ادبي بنډار کې له فلم ډایرکتر او اکټر ممنون مقصودي او زموږ له همکار اسماعیل میاخیل سره راپورته کړې.

له هالیووډ نه به بالیووډ ته ورشو او هلته به په پښتنو وغږیږو. د هند پښتون توکمو فلمي ستورو چې ځانونه خانان بولي تل د هند پر خيالي او فلمي نړۍ واکمني کړې ده او اوس هم دغه راز هنرمندان لږ نه دي.

اوس د پښتو ژبې ليکوال محبوب الله محبوب هند هند تللې پلټنه يې کړې او خانان په باليوډ کې کتاب يې ليکلى دى.

په دې کتاب کې د هغو څيرو مينه ناکې خبرې لوستى شئ چې په ډيرو زړونو واکمني کوي، کتاب چې تر نژدې دوه سوه او پنځوس مخونه لري د هند د فلمي نړۍ د نجونو او نارينه و خانانو رنگين انځورونه هم لري.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک له ښاغلي محبوب سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلى دى چې دغو پښتنو فلمي ستورو خپل دودونه او ژبې هم ساتلې دي؟

د بي بي سي د نړیوالو خ‍‍پړونو اتیایمه کالیزه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بي بي سي نړیوال سرویس لومړنۍ خپرونې په ۱۹۳۲م کال کې پیل کړې

بي بي سي اتیا کلنه شوه. د برتانوي امپراتورۍ لپاره خپرونې په ۱۹۳۲ کال کې پیل شوې، خپرونې هغه مهال په لنډو څپو وې چې د اوږده واټن لپاره یې د سیګنال د خپرولو امکان ورکاوه.

که څه هم د ادارې مشر جان ریت دومره خوشبین نه و خو خپرونه ډیره وستایل شوه.

د بي بي سي مشر ۱۲ دقیقې مستقیمه وینا وکړه چې په استرالیا، هند، جنوبي او لوېدیځې افریکا او کاناډا کې واوریدل شوه.

شپږ ورځې وروسته باچا ۵م جورج د کرسمس پیغام د بي بي سي له لارې وړاندې کړ.

باچا ته وینا شاعر او لیکوال رودیارد کیپلینګ لیکلې وه. په ۱۹۴۰ م کال کې چې نازي المان فرانسه لاندې کړه نو د فرانسې مشر جنرال دېګول په لندن کې د بي بي سي له لارې د فرانسې خلکو ته وینا وکړه.

دویمې نړیوالې جګړې د امپراتوری د راډیو نوم بدل کړ اوهغه د بهرنۍ خپرونو اداره وبلل شوه. په عربي، اسپانوي، جرمني، ایتالوي او فرانسوي ژبو خپرونې پیل شوې. د۱۹۴۰ کال په پای کې دې ادارې په ۳۴ ژبو خپرونې لرلې چې هندي اوالبانوي ژبې هم پکې راتلې. په ۱۹۶۵ کال کې منځني ختیځ او ختیځې اروپا ته خپرونې نورې هم زیاتې شوې او د دې ادارې نوم په بي بي سي واوښت.

بي بي سي په خپل تاریخ کې په ۶۸ ژبو خپرونې کړې دي. ډیرې ژبې تللې او راغلې دي.

سږکال بي بي سي بیرته هغې ودانې ته ورځي چې ۷۱ کاله مخکې پکې وه اوهغه د لندن په زړه کې د بروډکاستېنګ هوس یا د خپرونو د کور په نوم یادیږي.

بي بي سي په نننۍ نړۍ کې له ننګونو سره مخ ده او پدې فکر کوي چې څنګه د اوریدونکو کورونو ته لاره ومومي.

د ګلو په هار کې چې کله د پسرلي وږمې خوريږي، بلبل له ګل سره په خوږه ژبه د راز او نياز خبرې کوي، شاعران هم د طبيعت له منظرو نه په خوند اخيستو، شعري بنډارونه جوړوي.

په دې لړ کې دا اوونۍ ګڼو شاعرانو او اديبانو د نازکخيال شاعرمصطفى سالک پر شعري ټولګه توري ستوري د خپل بنډار نغرى تود کړى و.

ګڼو ليکوالو او پوهنتوني استاذانو، پر دې شعري ټولګه، خپلې ليکلنې او وينا وې واورولې .

ببرک مياخېل هم د ښاغلي سالک شعر ته يو ځغلنده نظر کړى دى.

لیکوال اوڅیړونکي محمد اکبر کرګر

په لندن کې د کیسه لیکوال اوڅیړونکي محمد اکبر کرګر د ادبي خدمتونو یاد غونډه وشوه.

دا غونډه چې د لندن په لودیځ وېمبلې سیمه کې جوړه شوې وه، لسګونه شاعران او لیکوالان او د ښاغلي کرګر مینه وال ورغلي وو.

په غونډه کې شاعرانو افضل ټکور، نظیف الله تکل، سید رضا محمدي او کیسه لیکوالو عبدالوکیل سوله مل شینواري او سلیم حیات د ښاغلي کرګر په کیسو او ادبي هلوځلو خبرې وکړې.

اکبر کرګر لومړنۍ زده کړې په کونړ کې، لوړې زده کړې په کابل کې کړې دي.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي یې لوستی او د ښوونځي له لسم ټولګي یې د زیري په مجله کې په لیکنه پيل وکړ.

ښاغلي کرګر په افغانستان کې په بیلابیلو حکومتي څوکیو کار کړی دی.

د راډیو افغانستان د خپرونو مرستیال او د چاپ او خپرونو د دولتي کمیټې د مشر په توګه پاتې شوی دی. نوموړی د لیکوالو د ټولنې منتخب مرستیال هم و.

د غونډې سمبالوونکې په لندن کې د افغانانو یوه ټولنه (پیوند) وه. د دې ټولنې مشر فرید مل وایی ولې یې دا غونډه محمد اکبر کرګر ته ځانګړې کړې وه.

او څو هنري خبرونه

دامریکا د نیویارک د ویتني دهنري موزیم ښوونکو هغه ننداره وړاندې کړې چې د دوی په ګومان په امریکا کې د معاصر هنر استازیتوب کوي.

دوی ۱۳ میاشتې په دې تیرې کړې چې د ۵۱ نندارتونونو وتلي او لږ مشهور انځور ګران غوره کړي.

پدې نندارتون کې مجسمه جوړونه، انځورګري، عکاسي، نڅا، تیاتر، موزیک او فلم شامل دي.

د جرمني د نڅا د تیاتر یوه شرکت هغه پروګرام وړاندې کړ چې (ما خوندي وساته). دا په ښو او بدو احساساتو ولاړ پروګرام دی چې دهنر له لا رې د ننني اقتصادي حالت څرګندونه کوي.

د پروګرام جوړوونکي وایی هیلمن دي چې په نندارچیانو کې د ټولینزې بیدارۍ روحیه را ژوندﺉ کړي.

د اطریش موزیمونه او ګالرۍ د انځورګر ګوستاف کلیمت ۱۵۰ کلیزه لمانځي. په ویانا کې د لیاپولد موزیم د هرمند شخصي شیان او کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

د ده د انځورونو او عکسونو ترڅنګ یی سټوډیو هم نندارې ته وړاندې شوې ده.

او مشهورو برازیلي ډیزاینرانو دیو کمپانا بردرز په ریو دې ژینیرو کې د انتي باډی په نوم نندارتون پرانستی دی.

نوموړي د ورځني ژوند د اړینو شیانو لکه قطي، پلاستیکي کڅوړې، رسۍ او لرګیو ۷۰ ټوټې نندارې ته وړاندې کړې دي. د هنرمندانو له خولې پدې نندارتون کې سیاسي پيغام پروت دی؟