په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نامتو سندر غاړى ظاهر هويدا په ٦٧ کلنۍ کې ومړ

د انځور حقوق BBC Pashto
Image caption ظاهر هويدا يو له هغو څخه و چې دوديزې موسيقۍ ته يې نوې بڼه ورکړه.

د افغانستان د موسيقۍ وتلى سندر غاړى ظاهر هويدا نن (دوشنبه د مارچ په پنځمه) له دې نړۍ سترگې پټې کړې.

ښاغلى هويدا د افغانستان د اماتورې موسيقۍ د بنسټ ايښودونکو څخه و.

نوموړي سربيره پر دې چې خوږ ژبى او د ځينو په وينا مبارز سندرغاړى و په يو شمير فلمونو کې هم کار کړى دى چې د بېلگې په توگه دلته د عقاب او پروفيسر فلمونه دري ژبې فلمونه يادولى شو.

ظاهر هويدا په ٦٧ کلنې کې ومړ او له څه وخت راهيسې د سرطان له ناروغۍ رنځيده.

د ښاغلى هويدا په اړه د بي بي سي پښتو څانگې د مخکني همکار ولي عبدلله څرگندونې واورئ.