د څلورو افغانو میرمنو کار په نړېواله کچه وستایل شو

د انځور حقوق BBC Pashto
Image caption درې افغانې میرمنې د نړۍ د زړه ورو ښځوپه لست کې شاملې شوې

په نړۍ کې ښځې په نامه، ټولنې د ۱۵۰ هغو میرمنو لست خپور کړی چې د ټولنې په وېنا نړۍ يې لرزولې ده .

په ۱۵۰ نومونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن، د هاليوډ مشهوره فلمي ستورې انجلاجولي او جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل نومونه هم شامل دي. لست ته میرمنې په ځينو معیارونو نومل شوي.

هغه ميرمنې چې ښوونځي يې جوړ کړي وي، په يو ډول يې د ځوان نسل پالنه کړې وي، او په ډيموکراسي پلوه پاڅونونو کې يې مثبته ونډه اخیستې وي.

دې لست په لومړي ځل درې افغانې میرمنې د نړۍ د دې ۱۵۰ زړورو ميرمنو په ډله کې شاملې کړي. دغه درې افغانانې نور جهان اکبر، حکم مينه او فوزيه کوفي دي.

د کابل نور جهان اکبر د بدلون په موخه د ځوانو ميرمنو د ټولنې بنسټ ايښودونکې ده چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي.

ميرمن اکبر او ټولنې يې د افغانستان په ښارونو ، لارو او کوڅو کې له ميرمنو سره د ناوړه چلند په اړه په کابل کې يو لړ مظاهرې وکړې. اغلې اکبر دا مهال په امريکا کې لوړې زده کړې سرته رسوي.

ميرمن حکم مینه د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د دره ګي د کلي اوسیدونکې او د هغه ولايت د ولایتي شورا ښځينه وکيله ده.

۴۰ کلنه بي بي حکم مينه د سړيو کالي اغوندي، ټوپک له ځانه سره گرځوي او د نارينو په شان حکم چلوي. ميرمن حکم مينې له بي بي سي سره په مرکه کې څو کاله پخوا ويلي ؤ:

د انځور حقوق BBC Pashto
Image caption میرمن درانۍ په کندهار کې د يوې راډیو مشري هم کوي.

فوزيه کوفي د بدخشان له ولايته د ولسي جرگې وکيله ده.

او په يو بل خبر کې ويل شوي چې د زړه وړتيا نړيواله جايزه سږ کال د کندهار ولايتي شورا غړې میرمن مريم درانۍ ته ورسيده.

میرمن درانۍ د خپلې دندې تر څنګ په کندهار کې د يوې راډیو مشره ده. دغه ځايي راډیو تر ډیره د ښځو پر ستونزو خپرونې جوړوي.

د زړه وړتيا نړيواله جايزه هر کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري هغو ميرمنو ته ورکول کیږي چې د ښځو د حقونو لپاره يې کار کړی وي او په خپل کار کې يې زوړتیا ښودلې وي.