حامد کرزي د شپنیو عملیاتو پر بندېدو بیا ټینګار وکړ

شپني عملیات
Image caption خو داسې برېښي چې دواړه غاړې د شپنيو عملياتو د درېدو او افغان لوري ته د زندانيانو د لېږد پر موضوعاتو يو بل ته نه تېرېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

ښاغلي کرزي په په دې اړه ډېر زیات څه ونه ویل خو زیاتوي چې افغانستان د شپنیو عملیاتو پر بندولو او د بګرام د زندان په مسؤولیت ترلاسه کولو ټینګار کوي.

حامد کرزي او د پولنډ ولسمشر برانسلاو کوورسکي تر ۲۰۱۴ کال وروسته پر دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي هیله وښوده چې د نورو هېوادونو په شان له پولند سره هم اوږد مهاله تړون لاسلیک کړي:

''د پولند محترم ولسمشر افغانستان ته راغلی، موږ څو شیبې مخکې پر دې موافقه وکړه تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې د لېږد بهیر بشپړیږي او ددوی سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، زموږ اړیکې به پراخې او ژورې شي.''

ولسمشر کرزي وويل چې د دوشنبې په ورځ یې د همکارۍ د تړون په اړه له امريکايي لوري سره خبري کړي، خو په اړه يې ډېر جزييات ورنه کړل.

افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره د تړون په مخ کې د شپنيو عملياتو د بندېدو او افغان لوري ته د بګرام د زندانيانو د لېږد بهير د خپلو مهمو شرطونو په توګه بيا تکرار کړل.

ولسمشر کرزی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې يو شمېر راپورونه وايي د شپنيو عملياتو پر سر د افغانستان او امريکا توپيرونو د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې ټکنۍ کړې دي.

ولسمشر کرزي يو ځلې بيا د شپنيو عملياتو د بندېدو او افغان حکومت ته د بګرام د زندانيانو د سپارلو پر موضوع ټينګار وکړ. خو ويې ويل چې له امريکايي لوري سره يې وروستۍ خبرې رغنده وې:

پرمختګونه

''له امريکا سره د ستراتيژيک تړون پر سر له تېر يو نيم کال راهيسې خبرې کوو، په وروستيو اوونيو کې په دې تړاو يو لړ پرمختګونه شوي. تېره ورځ مو بيا هم خبرې لرلې چې په هغه کې مو پوښتنې لرلې او د توضيحاتو غوښتونکي شوو. په خبرو کې پرمختګ شوی، خو افغانستان هڅه کوي دا پرمختګونه ډېر کړي او موږ له هره اړخه خپل ډاډ تر لاسه کړی وي. خبرې روانې دي او هيله ده هغسې يوې پايلې ته ورسېږو چې موږ يې تمه لرو.''

ښاغلي کرزي وويل تېره ورځ يې په کابل کې په دې تړاو له امريکايي لوري سره خبرې کړي، خو دا چې په دغو خبرو کې څومره پرمختګ شوی، په دې اړه يې څه ونه ويل.

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي کرزي هیله وښوده چې د نورو هېوادونو په شان له پولند سره هم اوږد مهاله تړون لاسلیک کړي.

ښاغلی کرزی وايي اوس د هڅو ټول تمرکز پر دې دی چې د ستراتيژيکې ملګرتيا په تړون کې د دواړو هېوادونو ګتې نغښتې وي.

د ستراتيژيکو اړيکو په تړاو دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې له تېر يوه کال راهيسې روانې دي، موده وړاندې امريکايي چارواکو وويل چې اوس د پای پړاو ته نژدې شوې دي.

خو داسې برېښي چې دواړه غاړې د شپنيو عملياتو د درېدو او افغان لوري ته د زندانيانو د لېږد پر موضوعاتو يو بل ته نه تېرېږي.

افغان حکومت دا د خپل ملي حاکميت لپاره مهم بولي، چې امريکا او ناټو ورسره موافق نه دي. دوی وايي دا دوه کارونه بايد په تدريجي ډول ترسره شي.

ورته مطالب