په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لنډ بحث: د ښځو په تړاو د عالمانو شورا وروستۍ اعلاميه

افغان ولسمشر حامد کرزي د ښځو په تړاو د عالمانو شورا د وروستۍ اعلاميې ننګه کړې او ويلي يې دي چې دغه اعلاميه د ښځو د حقونو په ملاتړ صادره شوې ده.

د علماوو شورا په اعلاميه کې چې څو ورځې وړاندې خپره شوه، ښځو او نجونو ته سپارښتنه شوې چې د زده کړو په مرکزونو، دفترونو او نورو ټولنيزو ځايونو کې له نارينه وو سره ناسته ولاړه ونه کړي او د سفر پر مهال شرعي محرم ولري.

د ښځو د حقونو فعالان د عالمانو شورای دغه اقدام د پلي کېدو وړ نه بولي، خو ښاغلی کرزی وايي عالمانو د اسلامي شريعت نظر بيان کړی دی.

د دې موضوع په اړه بي بي سي پښتو د افغانستان د علماوو شورا له یوهّ غړي مولوي شهزاده شاهد او د ښځو د حقونو له یوې فعالې اورځلا اشرف سره خبرې وکړې.

د بحث کوربه اسماعیل سادات په سر کې له اورځلا اشرف څخه پوښتلي چې دوی د ولسمشر کرزي له دې خبرې سره څومره موافق دي چې په خپره شوې اعلامیه کې د ښځو ملاتړ شوی دی؟