په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بګرام د زندانیانو مسوليت به افغانانو ته وسپارل شي

افغان چارواکي وايي د مارچ د نهمې نېټې تر ټاکل شوي ضرب الاجله پورې به د بگرام د زندانيانو د ورسپارلو مساله حل شي.

افغان حکومت دغه نېټه يوه مياشت وړاندې ټاکلې وه او غوښتي يې وو چې ټول هغه افغان زندانيان بايد وروسپارل شي چې په بگرام کې له امريکايي ځواکونو سره دي.

د زندانيانو د سپارلو خبره او د شپې عمليات هغه دوه لانجمنې مسالې دي چې د کابل او واشنگټن ترمنځ يې د ستراتيزيک تړون د لاسليکولو مخه ډب کړې ده.

تېر کال ملگرو ملتونو د افغان زندانونو پر بد حالت اندېښنه ښوولې وه او دا خبره ددې لامل شو چې افغانانو ته د بگرام زندان د سپارلو بهير وځنډېده.

په دې باب د ولسمشر کرزي له وياند ايمل فيضي سره د بي بي سي پښتو مرکه.