طالب پلوه پوليس د خپلو نهو همکارانو په وژنو تورن شو

افغان پوليس د انځور حقوق
Image caption ويل کيږي چې وژل شوي پوليس په يوې ليرې پرتې پوستې کې و

د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پر يوه پوسته بريد کړى او نهه سيمه ييز پوليس يې وژلي دي.

دا پېښه د سه شنبه په ماښام ( د مارچ شپږمه) د چارچينو ولسوالۍ د اوشي په سيمه کې شوې خو جزييات يې ايله اوس روښانه شوي دي.

ځايي چارواکي وايي وسلوالو طالبانو په دغه سيمه کې د ځايي پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى او نهه تنه يې وژلي دي.

ځايي چارواکي شک لري چې يوۀ پوليس له طالبانو سره لار درلوده او هغوى يې پر خپلو همکارانو بريد ته وروستي وو او بيا خپله ورسره تللى دى.

په افغان امنيتي ځواکونو کې د طالبانو ورننوتل او يا د طالب خواخوږيو شته والي په دې وروستيو کې پوښتنې پيدا کړي دي.

ځينې شميرې ښيي چې په وروستيو څو کلونو کې د وژل شويو بهرنيو سرتيرو لږ تر لږه په سلو کې پنځه د افغان ځواکونو له خوا په نخښه شوي دي.

د ارزگان د دغې پېښې په باب د وسله والو طالبانو يوۀ وياند ځايي رسنيو ته ويلي چې نهه پوليس دوى وژلي دي خو نور جزييات يې نه دې ورکړي.

په يوه بله پرمختيا کې لږ لږ تر ٧ افغان پوليس په ننگرهار کې د سړک د غاړې په يوه چاودنه کې ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه په جلال اباد کې شوې وه.

په دغه پېښه کې څلور ملکي وگړي هم ټپيان شوي دي.

ورته مطالب