ښځو لپاره په کابل کې لومړنی انټرنيټ کلپ جوړ شو

Image caption د سحر ګل په نامه انټرنیټ کلپ د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړ شوی دی.

دغه انترنېټ کلپ د تغير په موخه د ځوانانو مېرمنو شبکې په نامه د ښځو د حقونو د مدافع یوه بنسټ جوړ کړی دی.

انټرنېټ کلپ په هغو افغاني توشکو او بالښتونو پوښلی ، چې تر ډیره په افغانستان کې دود دي.

د سحرګل په نوم د دغه انترنېت کلپ دېوالونه په جالبو لیکونو او انځورونو سینګار شوی دی.

هغه ښځه، چې په بغلان کې د خاوند لخوا کړل شوې وه، په داسې یو حالت کې، چې نوکان يي له لاسونو ویستل شوي د پولیس په مرسته له کړولو خلاصه شوه.

دغه انټرنیټ کلپ د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړ شوی دی.

دغه ورځ له نولسمې لسیزې راهیسې په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو ډولونو لمانځل کیږي.

په دغه ورځ څوک خپله مور، خور،لور او یا هم مېرمن په بېلابېلو ډالیو نازوي او یا هم تفریح ځایونو ته ځي.

سره له دې، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو نړېواله ورځ د ځینو کورنیو لخوا لمانځل کیږي، خو په همدې لویو ښارونو کې داسې کورنۍ هم شته، چې له دغې ورځې اصلآ خبرې هم نه دي.

کېدی شي په افغانستان کې د دغې ورځې د نه لمانځلو یو لامل دا وي، چې افغانستان یوه دودیزه ټولنه ده.

ځینې دیني عالمان په دې باور لري، چې دې ته ورته ورځو لمانځل دیني اړخ نلري.

په ۱۸۵۷ میلادي کال کې د مارچ په اتمه نېټه د نیویارک د ښار د اوبدلو د فابریکې ښځینه کار کوونکو د کار د ښو شرایطو او د معاش د زیاتوالي لپاره د ښار واټونو ته راووتلې او د فابریکو د خاوندانو پرضد يې د خپل حق د غوښتلو غږ پورته کړ.

Image caption ددې شبکې غړي پلان لرې په راتلونکي کې په نورو ولايتونو کې هم دې ورته مرکزونه پرانيزي.

خو د دوی دغه اعتراض د واکمنو لپاره د ګواښ زنګ و او دغه کار يې د دیموکراسۍ د حق د ترلاسه کولو پیل وباله، له همدې کبله يي پردوی مرګوني ګوزارونه وکړل.

بلاخره په ۱۹۱۰ میلادی کال کې د آلمان د پېژندل شوې سیاسي څېرې آغلې کلاراستکین لخوا د مارچ اتمه د ښځو د نړېوال پیوستون د ورځې په نامه ونومول شوه.