کابل ‍ بلوچستان کې نيول شوي افغانان غواړي

Image caption د بلوچستان پہ مرکز کوټه کې پولیسو د نیژدي ۲۵۰ افغانان د اسنادو په نشتوالي نیولي کابل یې هیواد ته ستنیده غواړي.

د بلوچستان پہ مرکز کوټه کې پولیسو د نیژدي ۲۵۰ افغانان د اسنادو په نشتوالي نیولي کابل یې هیواد ته ستنیده غواړي.

د بلوچستان پولیس وايي دا هغه کسان دي چې په غیرقانوني ډول پاکستان ته راغلي وو او له هغه ځایه ایران ته روان وو.

دا افغانان چې اکثره یې د افغانستان د شمالي سیمو دي اوس له پولیس سره په توقیف کې دي.

په کوټه کې د پولیس مشر قاضي واحد وايي دغه افغانان به د پلټنې مرکزي ادارې ایف آی اې ته سپارل کیږي او پاکستان ته په غیر قانوني توګه د ورتګ له امله به محاکمه کیږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي چې په بلوچستان کې نيول شوي افغانان بيرته خپل هيواد ته ستانۀ کړي.

له بي بي سي سره په خبرو کې د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسى زي له افغانانو وغوښتل چې له هيواده دباندې بې اسنادو سفر ونه کړي خو زياته يې کړه چې د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسيدونکي تل يوۀ بل هيواد ته دغه ډول سفرونه کوي

د یادونې وړ ده چې هرکال په سلګونه افغانان د پاکستان له لارې ایران ته د روزګار په لټه د تګ هڅه کوي خو ډیر ځله پر لاره ونیول شي او له څو میاشتني بند تیرولو وروسته بیرته افغانستان ته وسپارل شي.

په پاکستان کې د بشري حقونو ادارې وايی د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د انسانانو په قاچاق کې یو شمېر شتمن کسان لاس لري خو د پاکستان حکومت تراوسه د دغو کسانو پرضد کوم ګام نه دي پورته کړی ځکه نو د پاکستان له لارې ایران ته د انسانانو قاچاق د دوی په وینا ډیر شوی دی.

ایران ته د انساني قاچاق سابقه

د پاکستان له لارې ایران ته د انسانانو قاچاق سابقه لري. په ۲۰۰۹ میلادي کال کې ۴۶ افغانان چې په یوه کنتینر کې لیږدول کیدل د سابندې له امله مړه شول.

دا افغانان په چمن کې یوه قاچاقبر په کنتینر کې اچولي وو او ایران ته یې لیږدول.

له دې پیښې وروسته د افغانستان، پاکستان او ایران چارواکو وویل چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره به په پرله پسې توګه ګامونه پورته کوي.

ورته مطالب