افغانانو ته د بګرام زندان د سپارلو تړون لاسلیک شو

د انځور حقوق
Image caption افغان حکومت له امریکا سره تړون لاسلیک کړ چې تر مخه به یې د بګرام او نورو زندانونو چارې افغان چارواکو ته وسپارل شي.

افغان حکومت له امریکا سره تړون لاسلیک کړ چې تر مخه به یې د بګرام د زندان چارې افغان چارواکو ته وسپارل شي.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ چې دغه تړون یې د بګرام په هوايي ډګر کې لاسلیک کړ وویل ډیر ژر به یو افغان جنرال وګمارل شي چې د بګرام د زندان مسوولیت واخلي.

د ښاغلي وردګ په وینا افغانانو ته به د زندان د چارو سپارل په شپږو میاشتو کې بشپړ شي.

دغه راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن د دې تړون لاسلیکیدل د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په برخه کې یو ګام وباله.

جنرال الن وویل دا افغانانو ته د مسوولیتونو د سپارولو یوه بله بیلګه او زموږ د هغو چارو څرګندویه ده چې له مخې به یې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

د بګرام په زندان کې شاخوا ٣٠٠٠ کسان بندیان شته.

د لاسلیک شوي تړون له مخې تر راتلوونکو شپږو میاشتو امریکایان کولای شي چې د زندانیانو د خوشي کیدو مخه ونيسي او یا یې خوشي کړي.

تر دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي څو ځلې ویلي و چې د بګرام زندان واګي دې افغانانو ته وسپارل شي خو په دې هکله وروستی ضرب الاجل د مارچ د میاشتې تر ۹ نیټې غځول شوی و.

ستراتیژیکه ملګرتیا

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زندانونو شته والی او د شپې له پلوه د هغوی عملیات هغه څه وو چې د ستراتیژیکو همکاریو په اړه د تړون د لاسلیک کولو په لار کې یې خنډونه رامنځ ته کړي دي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وايي ولسمشر بارک اوباما او ولسمشر حامد کرزي په ویډیويي تیلیفون کې د افغانستان له جګړې د ډیرو امریکايي عسکرو له ایستلو وروسته د واشنګټن او کابل د ستراتیژیکې ملګرتیا د تړون خبرې چې له څه وخته په ظاهره ځنډیدلي ښکاري پرمخ بیولي دي.

د ده په وینا دواړه مشران د اوږدې ملګرتیا په خبرو کې پرمخ سره تللي دي.

که څه هم د دغه تړون ټولې خبرې امریکايیانو تراوسه نه دي په ډاګه کړي خو یوه غوښتنه یې ښکاره ده چې دوی د ډیرو جنګي ځواکونو تر ایستلو وروسته یو څه ځواکونه په افغانستان کې ساتي.

د تړون څو مهم ټکي

د افغانستان او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې به هغه زندانونه افغانانو ته نه سپارل کیږي چې د امریکايي ځواکونو له خوا د خپلو سرتيرو د عسکري انضباتي اقداماتو د تطبیق لپاره کارول کېږي.

امریکا منلي چې د لاسلیک شوي تړون له مخې به د بګرام په زندان کې بندي افغانان په تدریجې ډول افغان چارواکو ته سپاري چې لومړنۍ جوپه به یې د ٥٠٠ کسانو وي.

په راتلوونکو شپږو میاشتو کې افغانانو ته د زندانونو له سپارلو وروسته امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان په خاوره کې به زندانونه نه لري.

که څه هم تر راتلوونکو شپږو میاشتو به امریکايان د دې اجازه لري چې د زندانیانو د خوشي کېدو مخه ونیسي یا يې هم خپله خوشي کړي.

افغانستان منلي چې د انتقال شویو بندیانو تر خوشي کیدو مخکي او له محکمې نه مخکې د زندانیانو د خوشي کولو په هکله له امریکا سره مشوره وکړي.

ورته مطالب