ولسمشرانو کرزي او اوباما پر ستراتيژيک تړون خبرې وکړې

اوباما کرزى
Image caption ولسمشرانو کرزي او اوباما پر ستراتيژيک تړون ويديويي تيلې فوني تماس درلود

د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني وايي بارک اوباما او حامدکرزي په ويډيويي ټيليفون کې د خبرو پر وخت د افغانستان له جنګه د ډېرو امريکايي عسکرو له ايستلو وروسته د واشنګټن او کابل د ستراتيژيکي ملګرتيا د تړون خبرې چې له څه وخته په ظاهره ځنډېدلي ايسېدې پرمخ بېولي دي.

دواړه د ده له بيانه د اوږدې ملګرتيا په خبرو کې پرمخ سره تللي دي.

که څه هم د دغه تړون ټولې خبرې امريکايانو تر اوسه په ډاګه کړي لا نه دي خو يوه غوښتنه يې ښکاره ده چې دوی د ډېرو جنګي ځواکونو تر را ايستنګ وروسته هم په افغانستان کې يوڅه لښکر ساتي.

خو جي کارني داسې ښکاره کوله چې ياني دغه تړون د کرزي حکومت ته د واک په ورکړه کې د امريکا غوښتنې او د افغان واکمني د ده د ادعا له مخې غښتلې کوي.

دا تړون تر ۲۰۱۴ زېږديزکال وروسته چې ډېری امريکايي او ناټويي لښکر د افغانستان له جنګه پرشا کيږي د افغانستان په چارو کې د امريکا دښکېلتيا دځانګړتياو سرکاري سند بلل کيږي.

د دغه تړون په لاسليک کولو کې په ظاهره ځنډ په دې خاطر تاوبالا کېده چې ولسمشر کرزي هم ځينې شرطونه پکې لري.

يو يې د شپې عمليات دي چې په قول يې دې کار ډېرو افغانانو ته ستونزي رازېږولي او بل يې په افغانستان کې د په زرګونو افغاني زندانيانو ورسپارل دي.

پردې سربېره د کابل سرکار هم رسنيو ته په خپل بيان کې د زندانيانو په سپارلو کې کړې خبرېپرمختللي بللي دي.

همدارنګه د سپينې ماڼۍ په قول دواړو مشرانو د طالبانو سره په جوړه کې هم خبرې سره کړي دي چې د جنګه په را پرشاکېدو او په ظاهره د جنګ په ختمولو کې له طالبانو سره جوړه د بارک اوباما د جنګي تګلارې د سر خبره بلل کيږي.

د ځينو لوېديځوالو په ګومان په ظاهره دا خبرې په دې هم سره پاته شوې وې چې تېره مياشت

د بګرام په لوی لښکرکوټ کې د امريکايانو له خوا د قران شريف د ادعا شوې سوځونې پر سر لر اوبر افغانستان د امريکايي او ناټويي لښکرو پرضد لاريونو اوبريدونو پرسر واخيست چې د اوباما او کرزي ملګرتيا بې خونده سره ښکاره کوله.

خو دې پېښي د لوېديځوالو څېړونکو په ګومان د افغانستان د جنګ په ژورتيا د لوېديځ د سياسي او پوځي مشرانو زړونه ځکه ور خبر کړل چې دوی په ظاهره له افغانستانه د وتو خبرې کوي.

د واشنګټن حکومت هيله ښکاره کوي چې د تړون دغه سودا په دوبي کې د امريکا په شيکاګو کې د ناټو ترهغې غونډې مخکي خلاصه کړي چې امريکايي او ناټويي مشران د افغانستان له جنګه تر را پرشاکېدو وروسته د دغه هيواد په باره کې د خپلو تګلارو په باب سره کښېني.

ورته مطالب