لویه څارنوالي:'له پښتني بانکه ۳۵ میلیون ډالر ایستل شوي'

پښتني بانک د انځور حقوق a
Image caption لویه څارنوالي وايي په بانکونو کې تر بلې هرې ادارې ډېره درغلي او اداري فساد کېږي.

د افغانستان لویه څارونوالي وايي، په پښتني بانک کې، چې یو دولتي بانک دی، څه باندې ۳۰ میلیون ډالره درغلي شوې ده.

د لويې ځارنوالۍ په وینا، د پېښې په تور يې ۱۳ تنه نیولي او دوسیې يې محکمې ته لېږلې دي.

دغه اداره همدا راز د پښتني بانک په پخواني مشر حیات الله دیاني هم تور پورې کوي، چې په دغه پېښه کې لاس لري.

لویې څارنوالۍ د پښتني بانک د پخواني مشر په ګډون د دغه بانک په یو شمېر نورو کارکوونکو او د ښاري پراختیا وزارت په یو شمېر انجنیرانو تور پور کړی، چې د ۷۰ شرکتونو په نوم يې له پښتني دولتي بانکه ۳۵ میلیون دالره د پور په نوم ویستلي دي.

دغه څارنوالۍ وايي، د دغو پورونو د اخیستو لپاره د یوه کور اسناد د تضمین لپاره اېښودل شوي وو، چې د څارنوالۍ په وینا له پلټنې وروسته روښانه شوه، چې په افغانستان کې نه په دغو نومونو شرکتونه شته او نه هم کور.

د لويي څارنوالي د اداري فساد پروړاندې د مبارزې مشر ډګرجنرال ابوبکر رفيعي وايي، د پېښې په تور يې د پښتني بانک پخوانۍ مشر حیات الله دیاني هم بندي کړی دی:

''پرون مو د پښتني بانک او ښاري پراختیا ۱۳ کار کوونکي د همدې جرم په تور نیولي او اوس مهال په زندان کې دي او دوسیه يې هم د ارزونې لپاره محکمې ته لېږل شوې ده. په دې ډله کې د پښتني بانک پخوانی مشر ښاغلی دیاني هم بندي دی.''

دا چې د پښتني بانک پخواني مشر حیات الله دیاني په بند کې دی، نو له همدې کبله ورسره په خبرو ونه توانېدو.

ښاغلی رفیعي زیاتوي، په بانکونو کې تر بلې هرې ادارې اداري فساد ډېر دی:

''په تاسف سره باید ووایو، چې فساد په همدې بڼه، دمکلف مامور لخوا په افغانستان کې روان دی، چې د فساد له بدو بڼو څخه شمېرل کیږي. په تاسف سره موږ چې په افغانستان کې په ټولو بانکونو کې مالي قضیې ارزوو، دا راته رسوي، چې په بانکونو کې د ټولنې ترهرې برخې د فساد او مالي جرایم ډېر دي.''

دی دارنګه وايي ، دا ډول جرمونه نه یوازې مادي زیان رسوي، بلکې په وینا يي، د ټولنې ثبات له منځه وړي، امنیت ګډوډوي او د ملت برخلیک تریخوي.

دا هم ویل کیږي، چې په افغانستان کې د یوه منظم بانکي سیستم نشتوالی او په سمه توګه د بانکونو نه څارنه، هغه لاملونه دي، چې اداري فساد ته لاره پرانیزي.

تر دې وړاندې کابل بانک هم له ورته برخلیک سره مخامخ شو، چې دوسیې يي لا هم په محکمه کې پرتې دي.

ورته مطالب