کرزی: امریکايي دایمي اډې د همکارۍ د تړون برخه نه ده

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ښاغلي کرزي وویل، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې شلم ځای لري، چې ښځو ته یې په ګڼو برخو کې حقونه ورکړي دي.

ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ښځو نړیوالې ورځې د لمانځنې پرمهال وویل، د شیکاګو له کنفرانس مخکې به افغانستان له امریکا سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړي، خو په دې تړون کې د امریکا له خوا د افغانستان له پوځي تجهیزاتو او افغاني اډو ګټه اخیستل نه دي شامل.

ښاغلي کرزي وویل، د شیکاګو له کنفرانس مخکې، له امریکا سره د همکارۍ تړون لاسلیکېږي.

حامد کرزي وویل، چې په دغه تړون کې د افغانستان له پوځي تجهیزاتو او پوځي اډو څخه د امریکا له خوا د ګټې اخیستو مساله نه ده شامله.

د افغانستان ولسمشر وویل، د تړون له لاسلیکېدو وروسته به تر یوه کاله پر دې چوکاټ کار کېږي چې امریکا د افغانستان له پوځي تجهیزاتو او اډو څرنګه ګټه اخلي، او افغانستان کې به یې څومره پوځيان پاتې کېږي، په مقابل کې به امریکا افغانستان ته څه ورکوي:

''له ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، امریکا او ملګري به یې د افغانستان پوځ، پولیسو او امنیتي ځواکونو ته هر کال څلور اعشاریه یو میلیارد ډالر ورکوي.''

ښاغلي کرزي وویل، چې له دغو پیسو به افغانستان خپلو پوځيانو او امنیتي ځواکونو ته معاشونه ورکوي او د سمبالېدو چارې به یې پرمخ بیايي.

نوموړي دا هم وویل چې امریکا او ملګري به یې تر لسو کالو پورې د افغانستان پوځيان تمویلوي.

حامد کرزي وویل، افغانستان چې له امریکا پرته له نورو هېوادونو پوځي تجهیزات او الوتکې رانیسي، امریکا ورسره منلې چې مخنیوی به یې نه کوي.

د ښځو حقونه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسب په کابل کې جوړې شوې غوندې ته وویل، چې په تېرو لسو کالو کې افغان ښځو په ډېرو برخو کې پرمخت شوی دی.

ښاغلي کرزي وویل، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې شلم ځای لري، چې ښځو ته یې په ګڼو برخو کې حقونه ورکړي دي:

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي کرزي وویل، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې شلم ځای لري، چې ښځو ته یې په ګڼو برخو کې حقونه ورکړي دي.

''له شک پرته چې زموږ په پارلمان کې د ښځو شمېر د امریکا د کانګرس د ښځو په پرتله ډېر دی. زموږ په ګاونډ کې ځینې هېوادونه هم هڅه کوي چې زموږ په څېر په ګڼو برخو کې ښځو ته حقونه ورکړي.''

ولسمشر کرزي وویل چې له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان په خیر دي:

''له ۲۰۱۴ کال وروسته، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او خپلو کورونو ته ستنېدل د افغاkستان او پخپله ددوی په خیر دي. د بن په کنفرانس کې مو له نړیوالې ټولنې سره هوکړه وکړه چې له ۲۰۱۴ تر ۲۰۲۴ کال پورې به له افغانستان سره ملګرتیا کوي. مرسته به ورسره کوي.''

ورته مطالب