اوباما: د کندهار د پېښې په اړه به چټکه پلټنه وکړو

اوباما د انځور حقوق
Image caption اوباما ویلي، چې له برید کوونکي امریکايي به ژر پوښتنې ګروېږنې پیل کړي.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما ویلي چې په کندهار کې د ولسي وګړو په وژنه خواشینی شوی دی.

وړمه شپه یوه امریکايي سرتېري د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې له خپلې اډې بهر پر ولسي وګړو برید کړی، چې لږترلږه ۱۶ کسان یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

بارک اوباما له ولسمشر حامد کرزي سره په تیلې فون کې ویلي، چې افغانانو ته سخت درناوی لري، او ددې پېښې په اورېدو سخت خواشینی شوی دی.

ولسمشر اوباما له دې امله خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او په ټینګار یې ویلې دي چې دغه یاغي امریکايي عسکر د ټول امریکايي پوځ استازیتوب نه کاوه.

تر دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي د امریکايي عسکر له خوا د ملکي افغانانو وژنه د نه بښلو عمل وباله.

امریکايی عسکر نیول شوی او ویل شوي چې په عصبي ناروغۍ اخته دی.

چارواکي وايي چې په وژل شويو کسانو کې نهه کوچنيان دي.

رپوټونه وايې، چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې دغه امريکايي پوځي سهار وختي له خپلې اډې ووت او دريو کورونو ته له ننوتو سره سم يې په دغو وگړو ډزې کړي.

ولسمشر کرزي دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او د واشنگټن څخه د پېښې جزيات غوښتي.

د انځور حقوق
Image caption ایساف وايي برید کوونکی امریکايي عسکر نیول شوی دی.

په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ولسمشر بارک اوباما دا يوه ډيره "غميزه او زړه لړزوونكي" پېښه بللې. ولسمشر اوباما ددې ژمنه هم کړې چې څومره ژر چې کېدى شي د پېښې په اړه به معلومات ترلاسه کړي او مسولينو سره به يې قانون چلند وشي.

د کندهار والي توریالي و یسا بي بي سي په برید کې د لسو ولسي وګړو وژل کېدل او پنځو ټپي کېدل تایید کړل.

خو د پنجوايي ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو د وژل شوو شمېر ۱۷ کسان ښودلی دی.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه سیمه ییز اوسېدونکي په حواله ویلي، دغه امریکايي عسکر د پنجوايي ولسوالۍ په الکوزي کلي کې پر درو کورنیو بریدونه وکړل.

د عبدالباقي په نامه ددغه کلي اوسېدونکي ویلي: ''د ټوپک ډزې مې واورېدې، بیا ارامي شوه، بیا پسې نورې ډزې وشې.''

راپورونه وايي چې برید کوونکي امریکايي پوځي دماغي ناروغي لرله، چې تر برید وروسته یې ځان امریکايي پوځيانو ته سپارلی دی.

سیمه ییزو خلکو بیا ویلي، چې دغه ولسي وګړي د ناټو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

ناټو ددې پېښې په اړه ژوره خواشيني ښودلې، او وايي چې په اړه یې پلټنه کوي.

د ناټو سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې برید کوونکي سرتېري امریکايي پوځيانو ته ځان سپارلی دی.

که څه هم د برید لامل نه دی معلوم، خو د امریکا پوځ په کندهار کې بي بي سي ته ویلي چې شاید دغه عسکر به دماغي ستونزه لرله.

سیمه ییزو قومي مشرانو ویلي، چې په وژل شوو کې ښځې، ماشومان او سړي شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې موضوع د افغان ولسمشر حامد کرزي او امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا رامنځته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت په بګرام امریکايي اډه کې د قرآن شریف د څو ټوکه سوځېدو په غبرګون کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې مظاهرې وشوې.

په دغو مظاهرو کې شاوخوا دېرش ولسي وګړي ووژل شول.

ورته مطالب