په پاکستانۍ نطاقې د ډېر سینګار له کبله نیوکه شوې

فرح حسین د انځور حقوق
Image caption فرح حسین وايي خپرونه یې د ټولو لپاره ده.

په پاکستان کې پر یو شمېر ښځینه نطاقانو نیوکې کېږي چې ډېر سینګار کوي.

د خپرونو پرمهال مخ او ویښتان نه پټوي. خو دا نطاقانې وايي سینګار کول یې د کار یوه اړتیا ده.

ددې نطاقانو په ډله کې یوه فرح حسین نومېږي چې پر تلوېزیون یوه سهارنۍ خپرونه لري.

هغه وايي خپرونه یې د ټولو لپاره ده:

''موږ خپله خپرونه د پاکستان ټولو اوسیدونکو د پاخه عمر خاوندانو، ښځو، ماشومانو او ځوانانو ته وړاندې کوو. موږ دوی ته یو تفریحي خپرونه چې معلومات هم پکي ځای شوي ووي وړاندې کوو.''

فرح وايي خپله هره خپرونه په بسم الله پرانیزي، ښه مسلمانه ده او پر مذهبي مسایلو ښه پوهیږي.

خو ځیني ملایان وايي هغسې چې اسلام وايي دغه نطاقانې هغسې سینګار او جامه نه اغوندي.

ددې ترڅنګ ځینې ښځینه نطاقانې سیمه ییز دودونه هم د خپلو چارو په لار کې خنډ بولي. مهر بخاري یوه له همدې نطاقانو ده:

''ما چې کله خپلو نژدې دوستانو ته وویل چې زه نطاقه کېږم ټول حیران شول او ویل یې چې په ټولنه کې به خپل اعتبار وبایلې. خلک به درپسې خبرې کوي او څوک به درسره واده نه کوي.''

خو مهر بخاري اوس واده شوې ده او د یوه سیاسي تلوېزیوني پروګرام نطاقه ده.

ورته مطالب