افغانستان د شل اوريزو کريکټ سياليو په غوراوي کې

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption افغان لوبډله د شل اوريزو لوبو ښه تجربه لري.

د ٢٠١٢ کال شل اوريزو کريکټ سياليو لپاره د غوراوي لوبې د سه شنبې له ورځې ( د مارچ ١٣) په متحدو عربو اماراتو کې پيليږي.

افغانستان په بي گروپ کې ځاى لري چې لومړنۍ لوبه يې له پاپو نيوگيني سره ده.د پاپونيوگيني يو لوبغاړى تر څو کاله وړاندې پورې د انگلستان د ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى گريت جونز دى.خو د افغان لوبډلې وړتيا او په نړيوالو درجه بنديو کې مقام ته په کتو بايد دغه لوبه گرانه نه وي.

افغانستان اوس د شل اوريزو لوبو په درجه بنديو کې د نړۍ نهم نمبر هيواد دى.د افغان لوبډلې لپاره په گروپ لوبو کې ښايي تر ټولو سخته سيالي د هالنډ وي چې د چارشنبه په ورځ ورسره مخامخيږي.

که افغان لوبډله په خپل گروپ کې اتله شي نو پايلوبې ته رسيږي.په پايلوبه کې به د اې گروپ له اتلې لوبډلې سره مخامخيږي.د پايلوبې گټونکى نړيوالو اتلوليو ته لار مومي چې په سرېلنکا کې به د اکتوبر په مياشت کې ترسره شي.

د پايلوبې باېلوونکى به د دريم مقام له گټونکي سره مخامخيږي او د هغوى بريالى به اتلوليو ته رسيږي.په دې توگه په گروپ کې اول يا دويم مقام خورا مهم دى.

افغان لوبډله د شل اوريزو لوبو ښه تجربه لري.په ٢٠١٠ کال کې نه يوازې دوى د غوراوي پړاو وگاټۀ بلکې په ويسټ انډيز کې يې له هند او سويلي افريقا سره هم ښه لوبه وکړه.

دا ځل افغانستان د حميد حسن بالينگ نه لري.حميد حسن د افغانستان تر ټولو بريالى تيز بالر دى خو دم گړۍ ټپي دى.د حميد په نشتوالي کې به دولت ځدراڼ د پام وړ بالر وي.دولت ځدراڼ خورا تيز بالر دى خو د حميد حسن تجربه لا نه لري.

شاپور ځدراڼ هم شته خو په تيرو څو سياليو کې د هغه لوبه دومره ښه نه وه چې ډير زړۀ پورې وتړل شي.د متحدوعربو اماراتو لوبغالي تر ډيره د ورو بالرانو لپاره غوره دي.

خو تيزو بالرانوهم پکې تل ښه لوبه کړې ده.څو اوونۍ وړاندې د پاکستان او انگلستان ترمنځ په شل اوريزو سياليو کې وليدل شول چې د انگلستان تيز بالران ډير وځليدل.

د افغان لوبډلې ورو بالران چې محمد نبي او سميع الله شينوارى پکې مخکښه دي د پام وړ دي.

د افغانستان لپاره اوس محمد شهزاد ښه بېټينگ کوي او ډيرې هيلې به هم د هغه له لوبې سره تړلې وي.خو د يادونې وړ ده چې په دغو لوبو کې هره لوبډله د دې توان لري چې بلې ته ماتې ورکړي.

همدې ټکي ته په پام سره افغان لوبډله بايد نړيوالو اتلوليو ته ځان رسول حتمي ونه بولي.کپتان نوروز منگل رسنيو ته ويلي چې د دغو سياليو د گټلو په هوډ راغلى دى.

خو کپتان او بيا ټاکل شوى روزونکى کبير خان پوهيږي چې يو غفلت يې ښايي له نړيوال دريځه راوغورځوي او دا هغه څه دي چې دوى او مينه وال يې نه غواړي.

ورته مطالب