کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده

Image caption د شپاړسو افغانانو وژل کيدل دلته په لويديځ کې د ناټو او افغان ماموريت د راتلونکي او له امریکا سره د افغانستان د اړيکو په باب پوښتنې را ولاړې کړي

د برتانیا لومړي وزير ډيويډ کيميرون ويلي د امريکايي سرتيري له لوري د ۱۶ ولسي وګړو وژنه بايد په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لوری بدل نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسې جرګې په پريکړه ليک کې غوښتنه وکړه چې تورن سرتیری بايد علني محاکمه شي.

په کندهار کې د يوۀ امریکايي سرتيري له لوري د شپاړسو افغانانو وژل کيدل دلته په لويديځ کې د ناټو د افغان ماموريت د راتلونکې او له امریکا سره د افغانستان د اړيکو په باب پوښتنې را ولاړې کړي چې په افغاستان کې د قران شريف د سوځونې او ځينو نورو پيښو له امله وار له مخه ټيټې کچې ته پريوتي.

په لويديځ کې ځينې کارپوهان په دې باور دي چې د کندهار پيښه په افغانستان کې د ناټو د ماموريت لا ستونزمنوي او ان د ځواکونو وتل له پوښتنې سره مخامخ کوي.

د لندن چاپ ايونينگ سټنډرډ ورځپاڼې د دفاعي چارو خبريال رابړټ فاکس وايي:

"دا پېښه ډيره زيان رسوونکې ده په تيره بیا په هغو حالاتو او په کومه سیمه کې چې تر سره شوه. د پښتني سيمې په زړه کندهار او د ولسمشر کرزي په ټاټوبي کې. او بیا په هغه بڼه چې دا خلک ووژل شول، افغانان به له دې تل د تبليغ په توگه کار اخلي، د ځواکونو د وتلو په تړاو به پوښتنې را پورته کوي."

خو په کابل کې د برتانیا د سفارت پخوانی ديپلومات سټيفن جرمي په دې باور دی چې د کندهار پيښه نه يوازې د افغاستان بلکه د سيمې په کچه عواقب يا پايلې لرلی شي.:

"طالبان به دې نه ګټه پورته کوي، ارو مرو به يې کوي. خو دا بايد هير نه کړو چې له دې نه به په پراخه سيمه ييزه اجنډا کې هم ګټه پورته شي. دا هم داسې يوه پېښه ده چې د القاعدې په تبليغاتو کې ځای نیسي او په اسلامي نړۍ کې به د تندلارو افکارو زیږيدلو لپاره يو لامل يا فکتور وي."

کارپوهان په دې باور دي چې وروستۍ پيښې دا چارې ستونزمنې کوي چې د بهرنيو ځواکونو وتلو لپاره اړینه زمينه برابره او د ځواکونو د وتلو چاره ښه اداره شي.

د دوی په باور که بهرني ځواکونه له يوه سم پروګرام او د چارو له سمې ادراې نه پرته ووځي نو افغانستان به ښايي په کورنۍ جګړه کې کيوځي.

رابړټ فاکس وايي:

"که هغه پوځ ته وګورو چې موږ يې تر شا پریږدو تر هغه ډير په قومي ليکو ويشلی چې موږ يې منلو ته تيار يو. او دا به د مخالفتونو مرکز وي نو د ځواکونو د وتلو د بهير جدي ادارې ته اړتيا لري."

خو د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کربي وايي د کندهار پېښه به له خپل ماموریت نه د امريکايي ځواکونو پام وانړوي.

"د دې پيښې له امله به زموږ ماموريت ته زيان ونه رسيږي. دا ډيره غمجنه پېښه ده خو تر دې به هم زياته غمجنه دا وي چې موږ اجازه ورکړو دا پيښه په دغه هيواد کې زموږ کار اغيزمن کړي."

امريکا په ګړنديتوب د کندهار پېښې په باب له افغانانو سره خواخوږي وښوله او د پېښې د عامل د محاکمې ژمنه يې وکړه. خو دا چې دا به د افغانانو د غصې په کمولو کې څومره اغيزمن وي په راتلونکو ورځو کې به وکتل شي.

ورته مطالب