''د کندهار د پېښې په پلټونکي پلاوي برید شوی"

کندهار د انځور حقوق AP
Image caption د دوشنبې په ورځ امریکا افغانستان کې خپلو پوځيانو ته د تیارسئ امر کړی و.

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې پر هغه پلاوي برید شوی، چې د یوه امریکايي پوځي له خوا د ولسي وګړو د وژنې د پلټنې لپاره استول شوی و.

افغان چارواکو ویلي، په دې پلاوي کې د ولسمشر حامد کرزي دوه وروڼه، او یو شمېر نور جګپوړي افغان امنيتي چارواکي وو.

راپورونه وايي، افغان امنيتي ځواکونو له برید کوونکو سره نښته کړې، خو تر اوسه د ممکنه تلفاتو کره راپور نه دی ورکړل شوی.

د تېرې یکشنبې په سپیده داغ د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې یوه امریکايي پوځي ۱۶ ولسي وګړي ووژل، چې ډېر پکې ماشومان وو.

دغه اته دیرش کلن سرتېری دا مهال د امریکايانو په توقیف کې دی.

راپورونه وايي چې تورن امریکايي پوځي په عراق کې درې ځلې پوځي دنده ترسره کړې ده او افغانستان ته د لومړي ځل لپاره تللی دی.

یوه افغان چارواکي بي بي سي ته وویل: "طالبانو له څو خواوو پنجوايي ولسوالۍ کې پر حکومتي پلاوي برد کړی دی. دغه پلاوی پنجوايي ته له قومي مشرانو او خلکو سره د لیدو په موخه تللی و. "

د جلال اباد مظاهره

پر همدې مهال، د ختيځ جلال اباد پوهنتون محصلینو هم مظاهره کړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ننګرهار مظاهره کوونکو د تورن امریکايي پوځي د محاکمې غوښتنه کوله.

په ننګرهار کې د بي بي سي خبریال ببرک میاخېل وايي، سلګونه قهرېدلو مظاهره کوونکو د کابل – جلال اباد لویه لار د یوه ساعت لپاره تړلې وه او د امریکا ولسمشر بارک اوباما مجسمې ته یې اور ورته کړ.

نوموړی وايي چې مظاهره کوونکو د تورن امریکايي پوځي د محاکمې غوښتنه کوله.

په تېره دوشنبه د امریکا ددفاع وزیر لیون پنېتا خبریالانو ته وویل، که چېرې وژونکی امریکایی پوځي د کلیوالو په وژنه پړ وخېژي، شاید د مرګ له سزا سره مخامخ شي.

نوموړي ویلي، چې تورن پوځي به د امریکا د پوځي قوانینو له مخې محاکمه شي.

ورته مطالب