د ننګرهار مظاهره: تورن امریکایی ارومرو محاکمه کړﺉ

د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلینو چې د امريکا پر ضد شعارونه ورکول، د کابل- جلال اباد لويه لاره د ترافيکو پر مخ د شاوخوا يو ساعت لپاره بنده کړه.

دوی د کندهار په پنجوايي کې د امريکايي عسکر له خوا پر عامو خلکو بريد کول او د هغوی وژنه غندله او د هغه د محاکمې غوښته يې کوله.

مظاهره کوونکو پر سپینو او شنو ټوټو ليکلي شعارونه له ځان سره لېږدول چې د امريکا پر خلاف ليکل شوي وو.

لاريون کوونکو د امريکا د ولسمشر بارک او باما جوړه کړې مجسمه هم وسوځوله.

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د تېرې يکشنبې پر ورځ د يو امريکايي سرتېري په ډزو ۱۶ ولسي وګړي، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې وو، ووژل شول.

دې پېښې پراخه بهرني او کورني غبرګونونه تر شا پرېښودل.

افغان ولسمشر حامد کرزي يو نه بښونکى عمل وباله.

افغان ولسي جرګې يې په غبرګون کې خپله دروازه د يوې ورځې لپاره وتړله او په کور د ننه يې د پېښې د عامل سرتېري د محاکمې غوښتنه وکړه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .