په هلمند کې چاودنې د اتو مسافرو ژوند واخیست

هلمند د انځور حقوق .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په هلمند کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې اته ولسي وګړي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو له وزارت خپره شوې ویناپاڼه وايي، چاودنه دې مارجې ولسوالۍ د ریګي څلورې لارې په سیمه کې شوې ده.

د سرچینې په وینا، ټول وژل شوي ولسي وګړي دي، چې په یوه تونس ډوله ګاډي یې سفر کاوه.

چارواکي وايي، دا چې چاودنه ډېره زوروره وه، په پېښه کې د وژل شوو مړي نه پېژندل کېږي.

ورته مطالب